جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا او بریتانیا مشرانو د طالبانو رسمیت پېژندل له بشري حقونو...

د امریکا او بریتانیا مشرانو د طالبانو رسمیت پېژندل له بشري حقونو سره مشروط کړل

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱) د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم په خپل منځ کې په خبرو کې موافقه وکړه چې طالبان به په هغه صورت کې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني چې بشري حقونو ته غاړه کښېږدي.

ولسمشر جو بایډن او صدراعظم بوریس جانسن په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې وویل، په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او د تېرو ۲۰ کلونو د بریاوو د ساتنې لپاره به له ټولو دیپلوماتیکو حربو کار واخلي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، دواړو خواوو په دې لړ کې پر هغو پرمختګونو خبرې وکړې چې د افغانستان په اړه د نړیوالو همږغیو لپاره تېره میاشت د اوو ډلې په غونډه کې وشول.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې بایډن او جانسن په دې هم سلا وکړه چې د طالبانو هر راز نړیواله رسمیت پېژندنه باید په همږغۍ وي او د دې ډلې له لوري د بشري حقونو له رعایتېدو سره وتړل شي.

د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم دیپلوماتیکې لارې چارې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره تر ټولو ښې لارې بللي او دا یې د هغو کسانو د درنښت لپاره تر ټولو غور کار بللی چې په افغانستان کې یې ځانونه د سولې د ټینګښت په لاره کې قربان کړي دي.

1 COMMENT

  1. سلام

    بحث جالب او به زړه پورې دی خو ارواپوهنه د سایکالوژی یا روان پوهنې(روان شناسی) سره تو پیر لری. له بده مرغه دافغانستان کړکېچ دا سې روانی ناروغۍ له ځا نه سره راوړې چې خپله ډاکتران یې له عقلی او روانی سیاستونو سره مخ کړل لکه اودولا اودولا او اشرف غنی احمدزی چې دغه روانی تکلیف یې دکړکېچ په وخت کې له افراطی مرحلې هم واوښت اوځینې کسان دومره بیا ور باندې روږدی شول چې مقام او قدرت ارثی ګاڼه .لاړ به شو دروږدو کسانو سایکو ته چې څه وایی . شکریه بارکزۍ دپخوانۍ دېپلوماتې په نوم طلوع قرار دی کړې په «تودې خبرې» دناپوهی غونډاری ولی ،حامد کرزی دپخوانی ولس مشر په نوم ډېر بې وخت اذان ورکوی ،امرالله چې خلک یی جهنم ته لیږل دپخوان بانجڼ په نوم فسبوکی پیغامونو ګوډی او عمر زاخیلوال هم دپخوانی سفیر په نوم مکار دفیلسوف اکتونه کوی. دا هر یو دپخوانی له نوم په استفادې سره روانی تکلیفونه لری ، ځکه دهغو پخوانی لقب لا رسنیو کې کته او پورته کیږی چې دګېشتالت له تیورې څخه وځی او دپوهې ، موقف ،شخصیت ،دریځ، ایمان ، مسلک، اخلاص او متانت څخه شاته پاتې کیږی او د ماشومانه احساساتو په دایره کې راڅرګندیږی.
    ګیشالت یوه المانی کلیمه ده چې مکس والت هایمر په کال ۱۹۰۰م دغه تیوری را منخ ته کړه. بدی نه لری ولې تاریخ یې داسلامی جهانی بینی په تناسب ډېر لنډ دی .ګېشتالت کې دحسی غړو اهمیت ډیراوچت دی یعنی دسترګو، غوږو،ژبې او بوي چې دپزې له لارې صورت نیسی اوهمدارنګه دپوټکی له لارې معلومات راټولوی خو په اسلام کې مشوره، یووالی ،مرسته او خواخوږی ،عدالت او انصاف اوپه تېره بیا دحسی غړو اهمیت دصم ،بکم ،عمی فهم لایعلمون ایة کې دتیوری فرضیی ۱۴ پېړی پخوا دالله ج له طرفه ارشا د شوی .چې اوږد بحث دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب