یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د امریکا د برید ۲۱مه کليزه؛مجاهد: هیچا ته ګواښ نه...

پر افغانستان د امریکا د برید ۲۱مه کليزه؛مجاهد: هیچا ته ګواښ نه يوو

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد د دوی د مخکیني رژيم خلاف د امریکا د بریدونو د پيل د ۲۱مې کلیزې په مناسبت ویلي،چې د وخت امریکايي حکومت بې له کوم مجوز او معقول دلیل څخه پر دوی پوځي یرغل کړی و.

نوموړی ادعا کوي ،چې د دغه د یرغل په پایله کې افغانان « له یوه مشروع او منل شوي نظام څخه بې برخې» او له سختو کړاوونو سره مخ شول.

طالب ویاند د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې لیکلي:« موږ یو ځل بیا اعلانوو، چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او نه هم زموږ له خاورې څخه د چا پر وړاندې د ناوړې استفادې اجازه ورکول کېږي، خو په مقابل کې له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې د افغانستان پر وړاندې خصمانه دريځ ونه نیسي او زموږ د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي.»

د طالبانو د رژيم وياند له افغانانو څخه هم په دې اعلاميه کې ځینې غوښتنې لري:«زموږ ولس باید د دغه ستر تجاوز او اشغال څخه د خلاصون له امله د الله تعالی شکر ادا کړي، د شته استقلال، اسلامي نظام او راغلي امنیت قدردانی وکړي او د خپل اسلامي نظام او امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي.»

امریکايي چارواکو د طالبانو د پخواني رژیم د پرځولو لپاره د خپلو بریدونو د کليزې په مناسبت څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. د افغان غیرتی ملت قاتله مجاهده ، تاسی تربیه شوو غلامانو هغه وخت یعنی ۲۰۰۱ کال کښی د امریکا یرغل مقابل کښی غلامانه تیښته وکړه او تاسو قدیانیو ادنا ترین مقاومت د امریکا مقابل کښی ښکاره نکړو او اوس تاسی چټلی غلامی ږیری امریکا او انګلیس په ډورامئ شکل سره دوباره ارګ ته داخل کړۍ لکه په ۱۹۹۶ کال کښی د تاسو خائینو تربیه شوو غلامانو په واسطه د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام ( د تربیه شوو غلامو تنظیمونو څخه ) د امریکا او انګلیس( د خائین خلییلزاد او آي اس آي په کومک ) په واسطه او د پنجابی پاکستان په خاص ملاتړ سبوتاج کړۍ شو ، تاسی قاتلو وحشیانو دوامداره افغان غیرتی ملت قتل او بی سوادی او وږی ساتلو باندی مشغول یاستۍ تاسی تربیه شوو غلامانو باندی امریکا ، انګلستان او پنجابی پاکستان زیاتره د افغان ملت تباهی اعتماد لری نسبت و دستوری تښتیدلو قاتلو تنظیمونو او تربیه شوو خائینو دیموکراتانو باندی اما بیا هم تاسی قاتلانو سره د فریبی لپاره امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان مصنوعی مخالفت ښکاره کوی او تاسی د اسلام او افغان ملت دوښمنان د امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان نږدی ترین غلامان یاستۍ ، تاسی فساد ګرو درواغجنو او اساسی تربیه شوو قدیانانو او همدارنګه دستوری تښتیدلو غلامو تنظیمونو او مصنوعی تربیه شوو دیموکراتانو باندی اعتبار کول ستر مذهبی او ملی خیانت دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب