یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسواتيان: د تحميلي جګړې خلاف نور غلي نه پاتې کیږو

سواتيان: د تحميلي جګړې خلاف نور غلي نه پاتې کیږو

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ ‏د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په سوات سیمه کې نن زرګونه کسانو په دې سیمه کې د جګړو له بیرته شدت سره هم مهاله، پراخ لاریون وکړ.

د لاریون ګډونوالو، چې پښتنو ملتپالو ډلو یې مشري کوله، په سوات کې د مرموزو تروريستي فعاليتونو د بیرته پیل په مخالفت او د سولې د ټینګښت په پلوۍ شعارونه ورکړل.

د دغه لاریون ګډونوالو خبرداری ورکړ،چې نور به د جګړې د ورتپلو د لوبې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

یاد شوی لاریون په داسې مهال شوی،چې له سوات څخه په وروستیو کې د نا امنیو خبرونه زیات شوي او پړه یې د پاکستان د طالبانو پر تحریک اچول کیږي.

د پاکستان د سیاستونو منتقدین باور لري،چې د سوات او نورو پښتنو سيمو د نا امنۍ نوې پېښې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پېچلو لوبو برخه دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. BAJWA WENT TO AMERICA FORGETTING SOME DOLLARS.
    1- NOW PAKISTAN IS PAGEL&LOPER
    WANT TO START ONE GAME IN PASHTOON LAND.
    BRING SECURITY ABNORMAL AND STOP ACTIVITY OF CHINA.
    AMERICA WANT SABOTAGE CHINESS PROJECTS
    AND PAKISTAN WANT TO GET DOLLARS AND KILL AFGHANS/SABOTAGE SECURITY
    AFGHANISTAN WILL BE PART OF THIS GAME TOO.
    AMERICA/BRITISH&PAKISTAN ARE PARTNERS IN THIS PLAY GAME.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب