یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد په نيږدې راتلونکي کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو خبر...

مجاهد په نيږدې راتلونکي کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو خبر ورکړ

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ ‏د طالبانو د رژيم عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي ،چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی.

د هغه په وينا هڅې رواني دي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

 د ذبيح الله مجاهد د معلوماتو له مخې، د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی.

هغه زياتوي: « موږ لنډ دومره ویلای شو چې باید امیداواره واوسو، ان‌شاء الله د دې لپاره کار روان دی. خدای مهربان دی چې هغه ټولې ستونزې رفع او دغه نیمګړتیا پوره شي.»

طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنيدو وروسته، له څه باندې يوه کال راهيسې له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي تړلي دي.

طالب چارواکو د دغو ښوونځيو د بیرته پرانیستلو په اړه د لازمو طرحو او اقداماتو ژمنې کړي، خو نه عملي کېدو يې په هېواد دننه او نړيواله کچه خلک سخت قهرولي دي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له وروستيو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هرکلی شوی.

خلکو ټينګار کړی، چې طالب چارواکي بايد په دې اړه پر خپلو ژمنو ودريږي او د ملت او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کېږدي.

3 COMMENTS

  1. کله به تاسو انسانیت زدکوۍ او کله دا ستاسو د چرګ مازغه د انسان مازغه کیږی دا جهالت تور جهالت دی چې تاسو شروع کړی دی . مخ مو تور شه ورک شۍ ۰

  2. غول خوری د منافق دروغجن ځوی ډیر زر به واوری چی هوا سړه ده او مکتبونه به په حمل ممکن شروع شی هغه هم که وسه یی حکومت درلوده. دا مباح تعلیم دی ملایانو یی پر ضد په کلونو کلونو مبارزه کړې دوی مکتب هیڅکله نه منی باید هر څه په مدرسو کی وی لکه چړیان ټول باید کونی او زانی تربیه شی د مفتی عزیزالرحمن زامن ـ

  3. I HOPE TALIBS THINK POSITIVE.AND THINK EDUCATION FOR WOMAN AS NECESSARY LIKE FOR MAN.AND OUR COUNTRY WILL GO FORWARD.
    WOMAN CAN BE DOCTORS NURSE PHARMACYST.BEST JOB IS TEACHER.
    WOMAN IS PART OF COMMUNITY.
    OPNE SCHOOLS/COLLEDGE AND UNIVERSITY FOR ALL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب