یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور د احمد مسعود پر جګړې توندې نيوکې وکړې

عطا محمد نور د احمد مسعود پر جګړې توندې نيوکې وکړې

تاند:(جمعه ،د ميزان ۱۴مه)‏‌ ‏د بلخ پخواني والي عطانور، چې په ترکیه کې د طالبانو خلاف د ملي مقاومت عالي شورا له مهمو غړو څخه دی، د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د يوې مخالفې جنګي ډلی د مشر احمد مسعود پر جګړې توندې کنايوي نيوکې وکړې.

عطا محمد نور د طالبانو خلاف د احمد مسعود د جګړې ادعاوې تر ډېره تبلیغاتي جګړه وبلله او ويې ويل چې د دې جګړې لپاره ناسم مدیریت په پنجشیر او اندرابونو کې د ګڼو بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې او شکنجو سبب شوی دی.

 ده ویلي، له احمد مسعود سره د طالبانو په مخالفت کې ملګری دی، خو د دغه مخالفت او د جګړې په څرنګوالي کې د نظر اختلاف ورسره لري.

عطا محمد نور په کنايوي ډول دا هم وويل چې احمد مسعود او نور جنګ ته هڅوونکي ملګري یې اکثره خپله په بهرنيو هېوادونو کې دي او په پردو بچیو جګړه ترسره کوي.

د‌ ده په وينا، د احمد مسعود کسانو له ډېرو تلفاتو سره له طالبانو تر اوسه کومه د پام وړ جغرافيه نه ده نیولې او ډېرې ادعاوې یې له واقعیته لیرې دي.

عطا محمد نور په عین حال کې ټينګار وکړ چې د خبرو له لارې له طالبانو سره د ستونزو د حل په تمه دی او که طالبان حل ته راضي او لاس په کار نه شي، سخته جګړه به ېې پر ضد پيل کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د عطا محمد نور څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب