یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ازبکستان د نژدې خپلوانو ترمنځ ودونه منع کوي

ازبکستان د نژدې خپلوانو ترمنځ ودونه منع کوي

تاند- د ازبکستان د ښځو او کورنیو د چارو کمېټې د کورنیو د اصلاحاتو د قانون مسوده چمتو کړه چې پر اساس یې د کورنۍ نژدې غړي له یو بل سره واده نه شی کولی.

د ازبکستان د دولتي رسنیو دراپور له مخې، د کورنیو د اصلاحاتود قانون هدف دا دی چې د ماشومانو د مشروع ګټو او همداراز د نژدې خپلوانو ترمنځ د ودونو د مخنیوي دفاع وشي.

د دې راپور له مخې، په تېرو۳ میاشتو کې په ازبکستان کې د نژدې خپلوانو ترمنځ څه باندې ۱۲ سوه ودونه شوي دي.

دا ډول ودونه تر ډېره په خورا لېرې پرتو اوکلیوالي سیمو لکه سوخندریا او کسکارداریا کې شوي دي.

که څه هم د ترورزي او ترلې، خورزې او ورورزي ترمنځ ودونه جواز لري خو طبي څېړنو ښوولې ده چې د دا ډول ودونو په نتیجه کې ډېر احتمال شته چې د هغوی اولادونه له جسمي او ذهني نظره نیمګړتیاوې ولري.

2 COMMENTS

  1. دايي ښه پريکړه کړې ده. په افغانستان کې هم بايد د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه منع شي.
    لوستونکي باید په دې وپوهېږي چې زمونږ د بدن په حجرو کي جنيټيکي مالومات يا DNA وجود لري چې د هرې حجري اړوند ټول معلومات پکي ذخیره شوي. کله چې ښځه او سړي سره يو ځای کيږي او په نتيجه کې يې د ښځي هګۍ (تخمه) او د نارينه سپرم د يو ځاي کيدو وروسته د دواړو جنيټيکي مواد سره مخلوطيږي. که چيرته د دوي دواړو څخه کي يي يو يوه جنيټيکي نيمګړتيا ولري، ماشوم ته يي د انتقال خطر ۵۰ سلنه دي. خو د نږدي خپلوانو ترمنځ ددي احتمال او خطر زياتيږي چي دغه جنيټيکي نيمګړتيا ماشوم ته هم انتقال شي او په مختلفو ناروغيو اخته شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب