یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+څنګه ایچ پایلوري تشخیص کېدای شي؟

څنګه ایچ پایلوري تشخیص کېدای شي؟

ډاکتر س. ساپی

۱-په غایطه موادو کې د میکروب شتون د مایکرسکوپ په ذریعه

۲-په وینه کې د باکتریا شتون هم د مایکرسکوپ په واسطه لیدلی شو

۳- د ناروغ له تنفس څخه هم دغه باکتریا تشخیص کیدلای شي urea breath test:په دغه معاینه کې ناروغ ته یوه محلول چې یوریا لري ورکول کیږي او تر هغې وروسته یې د تنفسي مجرا له لارې په راوتونکي ګاز کې نوموړې باکتریا لټول کیږي.

۴-په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول د انساجو کتنه tissue biopsy دا معاینه تر پورتنیو ټولو معایناتو کره معاینه ده

څنګه یو سالم انسان پر ایچ پایلوري اخته کیږي؟

هغه انسانان چې په ایچ پایلوري اخته دي په ورځني ډول په میلیونو باکتریاوې له خپلو بولو یا غایطه موادو سره بهرني محیط ته انتقالوي او چاپیریال پرې ککړوي دغه میکروب که چیري د څښلو اوبه ملوثې کړي او یو سالم انسان دغه ککړې اوبه وڅښي نو بې له شکه به د دغه میکروب له وژونکو پایلو سره مخ کیږي.

دویم: هغه انسانان چې پر خپله معده کې دا میکروب ولري که چیري کانګې یا استفراق وکړي نو پرته له شکه پر خپلو استفراقي موادو به میلیونونه ایچ پایلوري چاپیریال ته را منتقل کړي چې له سببه یې نورمال او سالم انسانان په دغه میکروب مبتلا کېدای شي.

څوک د دغه میکروب په خطر کې دي؟

۱- هغه کورنۍ چې دوه غړي یې په یوه وخت کې نوموړی میکروب ولري او یا یې درلوده

۲- هغه انسان چې په ډيره ګڼه ګوڼه کې ژوند کوي.

۳- د ناصافو او نا پاکو اوبو څښل

۴-د دې ناروغۍ لپاره متخصص ډاکټران او د لابراتوار کارکوونکي

۵-د حفظ الصحې نه رعایت کول

۶-د سګرټو، نسوارو، چرسو او نورو دخانیاتو کارول

درملنه:

د دغه میکروب د وژلو لپاره د هرې درملنې هدف یو دی یعنی موږ باید د معدې د تیزابو د تولید کچه تر هغې لوړ وساتو چې دغه میکروب په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.د PPI او ورسره انتي بیوتیک او د میکروبونو ضد درمل د دغه میکروب په له منځه وړینه کې اړین رول لوبوي.

لا تر اوسه د دغه میکروب د درملني لپاره کوم خاص واکسین نه شته.

د دې لیکنې ماخذ:

oxfored internal medicine

davidson medecin

usmle step 2

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب