یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټونو وېش بيا وځنډیده

د پاسپورټونو وېش بيا وځنډیده

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورت لوی ریاست وايي چې د پاسپورټونو وېش ېې د څه مودې لپاره ځنډولی.

د پاسپورټ ریاست د خبرپاڼې له مخې، د دې لپاره چې هره ورځ یې له څلورو تر پنځه زره پاسپورتونه وېشلي، د چاپ ماشينونو کې مشکل پیدا شوی او ړغولو يا بدلولو ته اړتيا لري.

پاسپورټ ریاست زياتوي:« د تخنیکي ستونزو تر حل کولو ( د تلې له ١٦ مې نیټې څخه) د پاسپورتونو د ویش لړۍ په ټولیزه توګه بنده ده او له خپلو هیوادوالو غواړو چې تر بیا خبرولو پورې د پاسپورت لوی ریاست ته مراجعه ونکړي.»

 دا په داسې حال کې ده چې پاسپورټ ته تقاضا تر بل هر وخت زیاته شوې او خلک يې په وېش کې د پراخ مالي فساد د موجودیت ادعاوې کوي.

طالب چارواکو بيا دغه ادعاوې نه تاييدوي.

1 COMMENT

  1. جنرال هیبت خانه هسی خوهم درزق درک نه لکیږی که دورځی لس میلونه پاسپوټونه توزیع کړی بیا به هم کم شی ولی له تا سو خلک خوشحاله نه دی دتعلم کول دهر افغان حق دی چی تاسو تری واخست نور په دی وطن کی ژوند کول مباححح ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب