یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهترکمنستان ته د ټاپي پروژې په اړه سفر؛کانونو وزارت:د ملي پروژو چارې...

ترکمنستان ته د ټاپي پروژې په اړه سفر؛کانونو وزارت:د ملي پروژو چارې چټکوو

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مسلکي مرستيال انجنير وحید الله حليمي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وویل، چې د ټاپي پروژې په ګډون د ملي پروژو د چارو چټکول غواړي.

د ټاپي نل لیکه د لومړني پلان له مخې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ترکمنستان په خاوره کې د دې پروژې د تاسیساتو رغونه پیل شوې او نل لیکه د افغانستان سرحد ته رسېدلې.

 معلومه نه ده چې د افغانستان په خاوره کې به د دې پروژې چارې څه وخت پیل شي خو د طالبانو حکومت له پخوا راهیسې ویلي دي چې د دې پروژې عملي کار به په نژدې راتلونکي کې پیل شي.

د ټاپي پروژې په اړه له څه باندې دوو لسیزو راهیسې خبرې کېږي.

د تېر نظام پرمهال چې طالبانو یې پرضد وسله وال فعالیت کاوه د دې پروژې د عملي کولو لپاره ډېرې هڅې وشوې خو جمهوري نظام د امنیتي ستونزو له کبله ترپایه ونه توانېد چې دا ګرانه پروژه عملي کړي.

اوس چې طالبان د امنيتي ستونزو د حل ډاډ ورکوي، ويل کيږي چې د دغې پروژې ګډونوال هېوادونه د طالبانو د حکومت د نړيوال مشروعيت د نه لرلو له کبله دوی سره ډېر کار ته لېواله نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب