Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبلخ کې په ۲میلیونه ډالرو د مالوچو د تولید فابریکه جوړه شوه

بلخ کې په ۲میلیونه ډالرو د مالوچو د تولید فابریکه جوړه شوه

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د (جن وپرس صیام انترنشنل)کارخونې د مالچو یوه فاریکه د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د خصوصي سکټور له خوا جوړه او پرانيستل شوه.

د صیام انترنشنل کارخونې مشر سید محمد هاشم هاشمي وویل چې، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامو مالوچو د پروسس وړتیا لري.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او تجارت خونې سرپرست اسدالله اسدي وویل، چې دغه کارخونه به افغانستان د مالوچو په برخه کې ځان بسیاينې په لور بوځي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په بلخ کې د څه د پاسه ۳۰۰ وړې او لویې کارخونې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...