جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکابل کې چاودنه؛ط-ان:۳ ملکي وګړي ټپيان دي

کابل کې چاودنه؛ط-ان:۳ ملکي وګړي ټپيان دي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ ‏دکابل ښار ۵حوزې اړوند دیوان بیګي په سیمه کې نن سهار پر یوه موټر چاودنه شوې.

 

يو شمير رسنيو د چاودنې هدف د لوړو زده کړو وزارت د مامورينو د موټر په نښه کول ښودلي، خو د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند خالد ځدراڼ وايي چې چاودنه د سړک غاړې په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین د عامو وګړو د سپرلۍ په یو کاسټر موټر پسې شوې ده.

 

ځدراڼ زياتوي،چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۳تنه ملکي وګړي برسيرن ټپيان شوي.

 

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

په وروستيو کې له کابل څخه د داسې چاودنو او پېښو خبرونه زیات شوي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...