استادشهسوار سنګروال
پخوا تردې چې د ساکانو واکمنۍ ته سترګې ورښکاره کړو، پدې باید پوه شو، چې دغه ټبر تر دغه دمه ایاکوم داسې کارونه کړی ول، چې له دوئ سره یې د حکومت کولو خیال او فکر پیدا کړ؟
د هخامنشي پاچایانو د ډبر لیکونو له مخې داسې برېښي، چې دوئ په سر کې د امورود آغاړې، د پامیر په شاوخوا سیمو، کاشغر، د تپان شان غرونو، د فرغانې په ټاپوګانو، دسر دریا له غاړورا واخله د یورال تر غرونو پورې، چې یوه پراخه سیمه وه، دغه ټبر او د دې ټبر بیلابېلې څانګې، بېلا بېلې پښې او زو زات استوګن ول.
د یادو ډبر لیکونو پر بنسټ اسکایان د پنځمی او شپږمې (۵-۶ م ز) مخزیږدي پیړۍ په شاوخوا کې یو ځواکمن قوم وو او دوئ دومره تیت و پرک پراته وو چې هرې پښې او څانګې یې بېل بېل نومونه درلودل او بېلابیلې سیمی خپلې کړې وي.
ددې ټبر یوه څانګه «ساکي هوماوا ر» نومېده چې هغه مهال د فرغانې او کاشغر په شاوخوا سیمو کې اوسېدل.
د ساکانو دویمه پښه «ساکا تیګرا خوا د» په نوم نامتو وه او دوئ دیورال سیندونو او غرونو په شاوخوا کی ودان ول.
د ساکانو دریمه ډله د «ساکا تارا د رایا» په نامه یادېده او ددغې څانګې وګړي د خضر سمندرګي په ټاپوګانو کې اباد ول . دوی په ټوله کې دغو بېلابیلو څانګو خپل مینځي اړیکې درلودې او هم خپل مینځي جګړې … یانې داسې هم پېښېدل چې پخپلو کې د څاروېیو په څړځایونو یو دبل په وړاندې جنګېدل او دا چې د دوې یو شمېر جنګیالي د هخامنشیانو او یونانیانو په لیکو کې د هغو له مخالفینو، له خپلو تربورانو او ان له خپلو ساکانو سره جنګېدل، د اندېښنې وړ وو .
ساکان چې له کاشغر نه د یورال تر غرونو او ټاپو ګانو پورې ابادول، دارنګه سیتي قوم هم په لږ توپير په ځنو یادو سیمو کې ځای په ځای وو… اوس نو چې یو شمېر څېړونکي، ساکان او سیتیان یو دبل مترادف ګڼي، ښایي یو لامل هم دا وي، چې دوئ او د اریایي توکم نورې ډلې په دغو پراخو دښتو، ورشو ګانو، ټاپوګانو، د غرونو په لمنو او د رودونو په کڅونو کې یو ځاې اوسېدې، چې موږ سیتیان، ساکان، تخاریان، یوچیان، تورانیان، پارتیان، کوشانیان او نور یادولی شو.
سراولف کارو په پټانز نومې کتاب کې د ساکانو په اړه اوږدې خبرې کړیدي او پدې اند دی چې: «ساکان هغه څوک دي، چې خپلو تربورانو پارتیانو له ایران (پارس)څخه وشړل او له اوږدو لوړو ژورو څخه د لومړی مخزیږدې پېړۍ په پيل کې ګندهارا ته ورسېدل او هلته نږدې یوه پېړۍ تر پنځمی زیږدي پېړۍ پورې حکومت وکړ.»
د دوی دواک او ځواک په تړاو یو شمېر یوناني تاریخپوهان، پدې لړ کې «اپولودوروس» او «تروګوس» هم پدې اند دي، چې د باختري یونانیانو د ماتې او سقوط یو لامل د اسکایانو بریدونه ول.
ساکان چې په ډله ییزه توګه له اموروده راتېر شول او ان د هندوکش تر شماله پورې خپاره شول ، خوتخاریان لا تر دغه دمه بیا هم دامو رود پورې غاړې ته پاتی وو.
ساکان نه یوازې د هندوکش شمال ته شېوه شول، بلکی د باختر لویدیځ ته هم مخه کړه، خودوئ د خپلوتربورانو پارتیانو یانې اشکانیانوتر برید لاندې راغلل، دا ځکه چې پارتیان د ۱۴۰ مخزیږدي په شاوخوا کې د دې سیمې واکمن ټبرو. له همدې بابته وو، چی دوئ د خپل واک په ختیځ کې له ساکانو سره په جګړه پرېوتل.
سره د دې چې ساکانو ځانونه د دغې سیمې وارثان ګڼل، چې د دوې یوه څانګه چې د «هوما ورګ» یانې د هوما (سوما) د زوخا او شرابوجوړوونکي ډلې په نوم نا متو وه او ځانونه یې ددې سیمی اصلي اوسېدونکي بلل.
هوما ورګ د ساکانو یوه موهمه څانګه ګڼل کېده، چې هېرودوت دوېته د «امورګي» نوم ورکړی دی. او ویلي دي، چې دوئ اصلي استوګنځی په مرغاب کې وو.(دډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ دهېرودت تاریخ له ۲۶۶ مخ نه تر۲۹۵ مخ پورې د جرج راو لین سن ژباړه .)
دغه ساکي څانګه ځکه ډېره نامتو وه، چې د دوئ نومونه د «نقش رستم » اود داریوش په نورو کتیبو کې راغلي دي.
هېرودوت، له مرغاب نه سر بېره ددغو ساکانو بل ټاټوبی چې ده د «امورګي سکیفیانو» په نامه نومولی دي، جنوب ختیځې سیمی په ګوته کوي.
د خوارزم د لرغوني تمدن نومې کتاب کې د ساکانو په تړاو داسې راغلی دي چې: «دغه ساکیان که څه هم د مینځۍ اسیا په ټولو کلتوري برخو او سیمو لکه باختر، سوغه مروه، خوارزم، فرغانه او نورو شاوخواو کی د کوچیانو په دود اوسېدل، خو د مېشت اساسی ځاې د مرغاب د سین وادي وه».
سره د دې چې ساکان یوستر ټبر وو، خو د پارتیانو د واک ختیځ لور ته د دواړو ټبرونو تر مینځ یوه خونړۍ جګړه پېښه شوه. د استرابون په اند. فرهاتس (فرهاد) او «ارتبان» د ۱۲۸-۱۳۰ مخزیږدي کال په شاوخواکی ووژل شول.
په پای کې «میتري داتس» یانې دویم «مهرداد» د ساکانو د پرمختګ مخه ډب کړه او هغو هم خپل لوری واړوه، جنوب پلو ته یې مخه کړه، له هریرود نه ترهلمنده پوری خواره واره شول او ساکانو پخپله ژبه تربوران یانې پارتیان تبعید شوي وګړي ګڼل.
د «سیستان تاریخ» له مخې او یا د نورو تاریخپوهانو اوا جغرافیه پېژندونکود څرګندونو پر بنسټ، هغه اسکایان چې په کوموپراخو ځمکو او ورشوګانو کې میشت شول، نو هغه خاوره یې د سکستانا، ساکستانا او یا هم د سکستان په نومونو یاده کړه.(وګورۍ دسېستان تاریخ،دزاول،زرنګ،ضحاک،ګرشاسپ سرلیکونه له ۲۱مخ نه … ترنسبت بخت النصر۳۴مخ پورې)
د ساکا له یادو ټبرونو څخه هغه ساکي وګړي، چې په دغه ارته او پراخه سیمه سیستان، د هلمند او ارغنداب په ناوونو کې ځاې پر ځاې وو، یو تن چی مایوس mayos نومېده د مخزیږدي ۷۲ کالو په شاوخوا کې د «بازیلیو، زبازیلیون میګالیوس مایوس په نوم د «لوې شهینشاه مایوس» سکه وهلې ده.
دغه ساکي ټبر لکه دمخه چې وويل شول، له پامیر نه نیولې، د امو رود د پورې غاړی یا مینځنۍ اسیا هېوادونو په شاوخوا کې په دودیزه توګه یو خپلواک ژوند درلود، بیا په باختر کی له یونانیانو سره سر تېري ول او دا د دوی د سیاسي ژوند پيلامه وه، چې د حکومت له چارو سره بلد شول.
ولې کله چې سکستان، سجستان او سکستانا خاوره د دوئ پنوم یاده شوه، تر هلمند او ارغنداب پورې وغوځیدل نو بیا یې یو خپلواک حکومت جوړ کړ چې د واک او ځواک لمن یې ان تر ټکسلا پوري وغوځېده.
«د ټکسلا په موزیم کې (مالیکوال) د یوه ډبر لیک په بڼه یوه سکه ولیده چې اوس هم (mauses king of taxilass be) هملته شتون لري مایوس یې د دغه هېواد پاچا یاد کړیدی او ۷۸ مخزیږدی کال په کې په ګوته شوی دی.» (۱۹) (د ډېرو معلوماتو لپاره وګوری تاریخي جغرافېي …)
نه یوازې د ټکسلا په موزیم کې دغه ډول توکي شته، بلکې د حسن ابدال په شمول یو شمېر نورو سیمه ییزو موزېمونو کی هم تر سترګو کېږي، چې ډېر موهم یې د پنجاب د لاهور موزیم دی.
له دې څخه ښکاري چې د ختیځ پنجاب په سیمو کې د یوناني پاچا واک ښایي د همدې ساکي پاچا مایوس له خوا له مینځه تللی وي او د یو شمېر کندنوله مخې، چې په دې تړاو دمخه څو نمونې وړاندې شوې ،د اوه زره(۷۰۰۰) په شاوخوا کی په یوناني او خروشتي لیکنو سیکې موندل شویدی.
کله چې موږ د ټکسلا موزیم ته سترګې ورښکاره کړو او د کوشانیانو وترین ته ځير شو ګورو چې د ساکانو یو شمېر سیکې او ډبر لیکونه هم تر سترګو کېږي، چې موږ د بېلګې په توګه «د ازیس» azes (1) king of taxila…………40-90 bc او ازیل سېس zileses king of taxila-15-40 bc سیکې یادولی شو. ازېس (۵۸ م ز) د ساکانو دویم ستر واکمن ګڼل کېږي، چې له کیپن نه تر پنجاب او ګندهارا پورې حکومت کاوه او د دوئ په څېر نوری ګڼې سیکې چې ګورو په یوناني او خروشتی ژبو، لیکونو کښل شویدي او دوئ خپل ځانونه شهینشاه ګڼل.
پروفیسر ولسن د اوو (۷) سیکو پېژندنه کړېده او مورګان هم د «ختیځ مسکوکات تر سرلیک لاندې د خپلې رسالې په ۲ ټوک کې د اوو (۷) بېلابیلو موهمو سیکو په اړه څرګندونې کړیدي او په ډاګه کړېده، چې په یوناني او خروشتی ژبوکښل شویدي او دوه بڼې لري، چې ځنې یې ګردې او ځنې یې مربع شکله دي.»
په ۲۶ مه نومره انځور کې داسې سیکې هم تر سترګو شویدي چې د ازیس azes او ازیل سېس azilsis نومونه یو په یوناني لیکدود او بل یې په خروشتی لیکل شوی دي.
کمبرج هسټري اف انډیا (Cambridge history of india) په لومړي ټوک د کتاب په پای کې (۶ مه لوحه او ۹ شکل) څلور ضلعي او دایروي سیکی مورګان تشریح کړیدي.(دډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ برټش کتابتون انډیا څانګه)
د لاهور د موزیم په کتلاک کې ۳۵ ډوله سیکې معرفي شویدي، چې څو بېلګې د ساري په توګه یادولی شو:
۱ـ د سپین زرو سکه چې ګردۍ بڼه لري او «زوس» پکې تر سترګو کېږي.
۲- د مسوسکه چې ورته بڼه لري.
۳- د مسوسکه، چې ددغې بڼه هم هغو ته ورته ده.
۴- د مسو څلور ضلعی سیکه، چې درې خواو ته یې په یوناني ژبه لیکنه شوېده. چې مایوس یې د مویس لوې شهینشاه ګڼلی دی.(دتاریخي جغرافېې څرنګوالی ۳۹۱مخ نه تر۴۰۱مخ پورې )
د سیکې کیڼ اړخ ته هم یوه لیکنه تر سترګو کېږي، چې په خروشتی لیکدود کښل شوېده.
د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سیمه ییزو وګړو په کروندو او یاد کلاګانو د جوړولو په مهال یو شمېر سیکې تر لاسه کولې او په یوې ارزانه بیه به یې د خپلې غریبي او بېوځلي له مخې پلورلې.
په ځنو سیمو کې د کندنو له مخې یو شمېر سیکې تر لاسه شویدي، چې زموږ د لرغوني تاریخ یو شمېر تیاره ګوټونه یې روښانه کړی دي.
په ۱۳۲۶ کال د لومړنۍ بېلګې له مخې یو شمېر نجونو د منګلو په سیمه کې میر زکې رود ټه څېرمه یوې چینې نه اوبه راوړلې په همدې ترڅ کې یوشمېرسیکې وموندلې. له کندنو نه څرګنده شوه چې د چینې شاوخوا یوې لوی کوټې شتون د رلود اومربع ډوله بڼه یې درلوده چې هر بازویې شپږ شپږ متره کېده .
د دغې کوټې شاوخوا څېرمه نوری وړې وړې کوټې هم ودانې وي، چې وروسته لرغونپوهانو د موندل شوو توکو له مخې ډاګیزه کړه چې ښایي ددغو توکو شتون ،دعمر له مخې د مخزیږدي کال څلورمې پېړۍ پورې ورسیږي.
د ځایي خلکو د انګېرنو له مخې له دغې چينې څخه د پنځوس (۵۰) زره په شاوخوا سیکې موندل شوې، چې دکلیوالو له لوري به په کابل، ننګرهار، پېښور او نور ښارګوټو کې پلورل کېدې.
یو شمېر لرغونپوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې وښوده چې د میر زکې د خزانې توکې د ټکسلا او د ګندهارا هېواد په نورو سیمو کې چې کوم لرغوني توکي ترلاسه شوي تر ډیره برید سره مشابې او ور ته دي.
د میر زکې په لرغونو توکو کې د اسکایانو او د دوئ د تربورانو یانې پارتیانو او کوشانیانو د واک یو ټاکلی مهال او زمان په ګوته کيږي.
د ګندهارا په بېلابیلو سیمو کې، چې دا ډول توکي ترلاسه شویدي، داسې لاسوندونه په ګوته کوي، چې شپږمی (۶ م ز) مخزیږدي پېر ته ځان رسوي.
خو د میر زکې سیکې تر ډېره بریده دریمې مخزیږدي (۲۳۰ م ز کاله) پېړۍ یانې له یونانیانو نه وروسته پېر په ګوته کوي او په دغو توکو کې یوازې د ساکانو د واک توکي ندي، بلکې هغه واکمن چې د هندوکش په جنوب کې د واک او ځواک څښتن ول او د زیږدي دریمې پېړۍ پورې حکومت درلود، د بېلابیلو پېرونو او پړاوونو لاسوندونه په ګوته کوي.
خو تر ډېره بریده کوم توکي چې د میرزکې له خزانې نه تر ګوتو شویدي د سپین زرو سیکې دي او د ساکانو (ساکي-پارتی) د واک نښې نښانې په ګوته کوي.
له یوې خوا تر لاسه شوې سیکې دا ښېي، چې د ګومل، پېواړ او په لویه کې د ګندهارا له لارې ساکان تر ټکسلا پورې رسېدلي دي او له بلی خوا، ساکانو چې دهخامنشیانو ،د رنګیانا (drangiana) او اراکوزیا (arachosia) نورې سیمی ونیولې نو بیا یې پخپل نوم ساکسنان (sakastan) یادې کړې.
که څه هم «مافیس» ټکسلا خپله پلازمېنه اعلان کړې وه او له ده څخه د مخه هلته یوناني باختري پاچایان وو، خو له ده وروسته کله چې د واک تشه رامینځته شوه، د ساکانو خپل مینځي جګړه ونښته او دې جګړې د شلو (۲۰) کالو په شاوخوا کې دوام وکړ، تر هغې چې په ۵۸ م ز کال لومړی آیز (ازیس-۱-azes) واک ته ورسېد او د ساکانو واک یې لا ځواکمن کړ.
ساکانو تر ډېره بریده د سیکو دود له یونانیانو زده کړې وو، خو لکه څومره چې د «مافیس maves» په واک (۹۷ او ۷۷ م ز کالو) کې سیکې وهل شویدی، بیا هم د ازیس سره د پرتلې وړندي، ښایي د دې یو لامل دا وي، چې دی تر ډېره بریده له خپلو سیالانو سره په جګړه بوخت وه.
ازیس azes د سپینو زرو ډول ډول سیکی وهلي دي، له ده وروسته د ده زوې «ازیلیسیس (azilises) او د ده لمسی دویم azes په وار سره پاچاهي کړېده او د ساکانو واک ان تر پنځمې (۵) زیږدیزې پېړۍ پورې وغوځېد.
که چېرې د سیکو پرلپسېې والی وګورو، له دوئ وروسته د کاسیانو (ساکو) تربوران پارتیان واک ته ورسېدل او د دوئ ځای ناستی شول.
که څه هم تریوه بریده پارتیان له دوېنه د مخه د باختر په شمال لویدیځ کی د واک څښتن ول، چې له مادیانو،هخامنشیانواوان په راوروسته کې له ساسانیانوسره په ګاونډ کې ول.
نوځکه د میرزکې په سیکو کې هم د ساکانو او پارتیانو د مهال د سپینو زرو سیکو بېلګې موندل شویدی، نامتو لرغون پېژندونکو« موسیو شلو برژه » او «موسیوکوریل» د «افغانستان د سیکو خزانه پنوم کتاب کې هم د ساکانو، پارتیانو، کوشانیانو… د مهال سیکې معرفی کړیدي ولې ساکان او پارتیان دومره یو په بل کې ګډ شویدي چې یو شمېر څېړونکي هم تېرایستي دي.
د ساري په توګه موږد ساکانو یو پاچا، چې مویس (۷۲ م ز کال) نومېده، چې په «کی پن» او د ارغنداب له سیمې نیولې د اباسین تر ښکتنۍ برخې پورې واک درلود، یادولی شو.
کله چې په ټکسلا کې د ده سیکې ولوستلی شوي، په ځانګړي ډول په هغه مسي کتیبه کې چې له ټکسلا نه تر لاسه شوېده او دی پکې د «موګا شهینشاه» یاد شویدی، د یادې نېټې له مخې ښکاري (۷۸ م ز کال) چې دغه یو پارتي واکمن دی ، نو ځکه خو څېړونکي په شک کې و لېدلي دي !؟ولې په پاې د همغې مسې کتیبې له مخې څرګنده شوه، چې مویس هماغه د ساکو لومړنی پاچا دی، چې په مخزیږدي (۷۲ م ز) کې واک او ځواک درلود.
سلامونه
استاد سنګروال صاحب ! ښې چارې. زه یوه پوښتنه لرم که امکان ولري ځواب ېې راکړئ:
آیا ساک او ساپ یا صاف ؛ او جمع ېې ساکان او ساپیان یو قوم دی؟ ریښه او شاخونه ېې له شمال نه سهیل،ختیځ او لویدیځ ته په یو ډول تیت سوي دي که څنګه؟
یو ځلي ما له استاذ سعداله جان برق څخه د (ساپي) قوم په باب یوټیوب ،لالونه پروګرام کې پوښتلی و؛ هغه ویلې :”د ساپي اصل ریښه ساکي دي”؟.
او زما ارواښاد دادا به ویل :” صافی ،اصل آریایان دي چې له بلخ نه ېې پیل کړی او څلور زامن ېې درلودل: (مسسود)،(ګربز)، (قندهاری) او (ودیر) چې دا وروستنی په مرور د زمان سره (وزير) شوی دی ” ؟؟؟؟. او پر هرې خوا تیت سوي دي.
له توجه څخه مو مڼنه او امید اوس لڼډ ځواب راکړئ او راتلونکي کې که د دې سر لوړي قوم،البته د پښتنو او افغانانو نورو قامونو په شان، مفصله لیکنه وکړئ. بیا هم درنښت او ښه وخت ولرئ.
بلجیم/ ۱۷تله،میزان= ۱۳ ربیع الاول= ۰۹/اکتوبر۲۰۲۲
ګران ساپی صاحب سلامونه ،دروایتي شجروله مخې دتاسودارواښاد، دادا خبره سل په سلوکې سمه ده ،ولې ودیر کله هم وزیر نه دي اومسیداو وزیربل قوم دی له ساپیانوسره تړاو نه لري او سعد ا لله جان برق خبره غلطه ده … که چېرې غواړې چې بشپړ معلومات تر لاسه کړې ما یوکتاب چاپ کړیدی اوکابل کې دمستقبل په کتاب پلورنځي کې شته سیلوته نږدې دوکان یې دی ترلاسه کولی شې .ډېره مننه
Thank you Sir!
I will try to get your book.