پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهروسي ورځپاڼه: په افغانستان کې داعش ډله له پاکستان څخه سرچينه اخلي

روسي ورځپاڼه: په افغانستان کې داعش ډله له پاکستان څخه سرچينه اخلي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ ‏يوې روسي ورځپاڼې په افغانستان کې د خراسان د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ليکلي،چې له پاکستان څخه سرچينه اخلي.

د نیزاویسیمایا گازیتا په نوم دغې روسي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي،چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا د اورکزيو، باجوړ، پېښور سیمو تر څنګ بلوچستان ايالت هغه ځايونه دي،چې داعش ډله پکې فعاليت کوي.

یاده ورځپاڼه خبرداری ورکوي،چې د دغې ډلې فعالیت او ورته تبلیغات به د سیمې هېوادونو ته ښې پايلې ونه لري.

سرچينه زياتوي،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره داعش ډلې د جنوبي اسیا تر څنګ په مرکزي اسيا کې خپل فعاليتونه پراخه کړي دي.

پاکستاني چارواکو او په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...