دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: د افغانانو تر منځ د ويروسي ناروغيو د خپريدو...

روغتیا نړیوال سازمان: د افغانانو تر منځ د ويروسي ناروغيو د خپريدو امکان ډېر شوی

تاند:(شنبه ،د ميزان ۱۶مه)‏‌ ‏د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې لوږې سره د کابو نیمايي افغانانو د مخ والي له امله د دوی په منځ کې د ویروسي ناروغیو د خپرېدو امکان ډیر دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان په څلوېښت میلیون وګړو کې اتلس میلیونه او ۹ لکه په لوړه کچه د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي چې په نتیجه کې یې د ناروغیو د خپرېدو ویره زیاته شوې ده.

د ملګروملتو د دې ادارې له راپور سره سم، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د سپټمبر تر میاشتې پورې له ۵ کلونو کشر ۳۴ زره ماشومان د کافي خوړو د نه ورسیدو له کبله روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې مخکې د نړيوالو مرستو له کمیدو سره په افغانستان کې د روغتيايي نظام د سقوط خبرداری ورکړل شوی.

د افغانستان يوه لويه برخه روغتيايي مرکزونه د نړیوالو مرستندویانو له لوري تمويل کيدل، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه مرستې په بېساري ډول کمې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب