شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکاناډا هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو موسسو فعاليت ته...

کاناډا هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو موسسو فعاليت ته زمینه برابره کړي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د کاناډا د عدليې وزارت ويلي، د داسې قانوني لارو چارو د موندلو په هڅه کې دي، چې په افغانستان کې د کاناډايي موسسو د فعاليتونو امکان ورسره برابر شي.

دغه وزارت ويلي،چې د افغانستان د بشري ناورين په اړه متوجه دي، خو له تېر یوه کال راهیسې ېې داسې قانوني لارې نه دي موندلي، چې په افغانستان کې ېې د موسساتو د فعاليتونو د پیل په اړه حقوقي حساسيتونه حل کړي.

کاناډا د ترهګرۍ پر ضد سخت قوانين لري او موسسو ته یې له دې کبله په افغانستان کې فعاليت ستونزمن دی،چې د طالبانو د حاکمې ادارې د يو شمېر مهمو مشرانو نومونه لا هم د نړيوال تروریزم په اړوندو تورو لیستونو کې دي او نړۍ ېې حاکمه اداره په رسميت نه پيژني.

د کاناډا د عدليې وزارت باور لري،چې د ترهګرۍ پر ضد د قوانينو تعديل په دې برخه کې حل لاره نه ده، خو نورې حل لارې په دې اړه موجودې دي.

دوی د نورو دغو حل لارو او په دې اړه چې تر کله به اعلان او عملي شي، څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د را روان ژمي د بشري وضعيت په اړه انديښنې بیا زیاتې شوي او مختلفو نړيوالو سازمانونو خبرداری ورکړی،چې د عاجلو نړیوالو مرستو د نه رسیدو په صورت کې به افغانان له قحطۍ او ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب