Home+« په عربي خليج کې د پښتنو فرهنګي- ادبي هڅې» اثر چاپ...

« په عربي خليج کې د پښتنو فرهنګي- ادبي هڅې» اثر چاپ شو

تاند:(پنجشنبه، د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏د افغانستان د علومو اکاډمۍ «په عربي خليج کې د پښتنو فرهنګي – ادبي هڅې» په نوم د څېړندوی حمايت الله ښاد علمي – څېړنيز اثر چاپ کړی.

په دې اثر کې چې ۲۵۴ مخونه لري، څېړونکي د عربي خليج په هېوادونو، لکه: بحرين، قطر، متحده عربي امارات، عمان او کويټ کې د پښتنو د مېشتېدنې او دغلته د پښتنو د فرهنګي او ادبي هڅو لاملونه، ځانګړنې، ستونزې او مزاياوې په ښه ډول تشـريح او تحليل کړې دي.

د علومو اکاډمۍ نشراتي برخې د دغه اثر په اړه ليکلي دي:« د مسايلو له وړاندې کولو، تشـريح کولو او تحليلولو څخه يې څرګندېږي چې په ډېرو برخو کې يې د نورو ليکوالو پر ليکل شوو آثارو کره کتنه هم کړې ده او ځينو برخو ته يې د تنقيد په سترګه کتلي دي.»

ويل کيږي، چې تر دې د مخه د دغې موضوع په اړه کومه ځانګړې څېړنه نه وه شوې.

 دا کتاب د څېړونکو لپاره په عربي خليج کې د پښتنو د مېشتېدنې، د پښتنو د فرهنګي او ادبي ټولنو د ايجاد او د پښتو ادبياتو د تاريخي بهير د څېړنې په برخه کې کافي معلومات او مواد لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...