Homeخبرونهپکتیکا:يو تن د مڼو د ۳۰۰ ونو د اره کولو په تور...

پکتیکا:يو تن د مڼو د ۳۰۰ ونو د اره کولو په تور نیول شوی

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ په ‏پکتیکا کې د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي، هغه کس نیول شوی، چې د اُمنې ولسوالۍ د ګیناوې په سېمه کې یې درې سوه د مڼو ونې آره کړې وې.

د پکتیکا لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي ،چې دغه کس نه پلټنې دوام لري.

سرچینې د نوموړي او په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په یوه بل خبر کې بيا د طالبانو ولايتي ادارې د مڼو د اره شوېو ونو شمير ۳۵۰ ښودلی او ویلي،چې د پکتيکا لپاره د طالبانو والي د دغو ونو د باغ مالک حاجي شدیم سره لیدلي او نقدي مرسته ېې ورسره کړې ده.

د طالبانو والي دغه کس ته د پېښې په اړه د عدالت وعده ورکړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...