یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرې میاشتې د۳۶ په زړه سوري ماشومانو د درملنې او عملیاتو بندوبست...

سرې میاشتې د۳۶ په زړه سوري ماشومانو د درملنې او عملیاتو بندوبست وکړ

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏افغاني سرې میاشتې ۳۶ هغه ماشومان، چې زړونه یې سوري دي او کورنیو یې د درملنې او عملیات توان نه درلود؛ د درملنې او عملیات په موخه کابل کې د فرانسویانو او باسط روغتونونو ته ور وپېژندل.

یادې ادارې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو مسوولينو یې د يادو ماشومانو عکسونه خپاره کړي.

په افغانستان کې د څو لسيزو پرله پسې جګړه، غیر صحي چاپېريال اقتصادي او نورې ستونزې سبب شوي، چې یوه د پام وړ برخه نوي زیږيدونکي ماشومان ورته جدي ستونزې ولري.

مخکې افغاني سرې مياشتې هر کال داسې سلګونه جدي او بېوزله ناروغان د جرمني په ګډون يو شمېر اروپايي هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږل.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د افغانستان او نړۍ اړیکې خورا ترینګلې شوي او له دې کبله چې نړیوال د طالبانو حاکمه اداره په رسميت نه پيژني، په دې برخه کې هم افغانانو ته پخواني کومکونه نه برابریږي.

له دې سره، يو شمېر خلکو د افغاني سرې مياشتې دغه اقدام ستایلی او غوښتنه ېې کړې، چې ورته هڅې دې زياتې کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب