جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغانستان د ځوانانو د واليبال ليګ لومړی پړاو تر سره شو

د افغانستان د ځوانانو د واليبال ليګ لومړی پړاو تر سره شو

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د افغانستان ځوانانو والیبال لیګ لومړی پړاو سیالۍ چې د سه شنبې په ورځ د والیبال د استعداد موندنې له تمریناتي کمپ وروسته ترسره شوې، اباسین لوبډلې لومړی، هریرود دوهم او مشرقي لوبډلې یې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د والیبال تمریناتي کمپ له یوې اوونۍ را په دې خوا د مرکز او ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د والیبال دویم پړاو غوره لیګ لپاره د غوره څېرو پېژندلو په موخه پیل شوی و.

د دې تمریناتي کمپ په پایله کې اباسین، مشرقي ځوانان، هریرود او آمو لوبډلې د یاد تمریناتي کمپ له غوره لوبغاړو څخه تشکیل شوې، چې پرون ورځ یې د ځوانانو په لومړي پړاو سیالیو کې برخه واخیستله.

د المپيک کميټې د معلوماتو له مخې ،د والیبال دویم پړاو غوره لیګ به د تلې میاشتې پر ۱۷ نېټه پیل شي.

د ام البلاد، بالاحصار، سپین غر، هریوا، نګین لوبډلو په چوکاټ کې به له پخوا ټاکل شوي د والیبال غوره لوبغاري به د دې لیګ برخه وال وي.

د دې لوبډلو جوړښت د ملي لوبډلې له لوبغاړو او د تمریناتي کمپ په پایله کې له نویو غوره شویو لوبغاړو څخه شوی.

د دوی د تمرینونو لړۍ پرون د بدني روزنې او سپورت ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...