یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبریتانیا افغانانو ته د سکالرشيپ پروګرام پرانېست

بریتانیا افغانانو ته د سکالرشيپ پروګرام پرانېست

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌د بریتانیا حکومت افغانانو ته د سکالرشیپ پروګرام پرانیست.

د دغه هېواد د بهرنیو، کامنویلت او پراختیايي ادارې له خبرپاڼې سره سم، افغانستان د دې پروګرام مستحق پېژندل شوی او افغان محصلان اوس د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ کال لپاره تقاضا کولی شي.

دې ادارې په عین حال کې ویلي، یوازې هغه افغان محصلان تقاضا کولی چې له افغانستانه بهر دي ځکه هغه محصلان چې په افغانستان کې اوسي، ممکن امنیتي ستونزې ولري.

د طالبانو له واکمنيدو سره نه یوازې د افغانستان دننه خلکو ته د زده کړو په برخه کې ګڼې ستونزې پیدا شوې، بلکې هېواد نه بهر هم ورته زده کړې ستونزمنې شوې.

د سیاسي، اقتصادي او ستونزو له کبله ډېرو هېوادونو سره د افغان محصلینو تعلیمي اړیکې زیانمنې شوي، چې دوی یې سخت خواشیني کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب