یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د معدې له تیزابو او زخم سره د ایچ پایلور ي تړاو

د معدې له تیزابو او زخم سره د ایچ پایلور ي تړاو

ډاکتر س. ساپی

هلیکوباکتر یا ایچ پایلوري helicobacter pylori یوه سپرینګ ‌‌‌‌‌‌شکله باکتریا ده چې له بهرني محیطه د خولې له لارې بدن ته ننوځي، دغه باکتریا د معدې د تیزابو پر وړاندې ‌‌‌‌‌‌ډیره حساسه ده یعنې دا باکتریا د معدې تیزاب دې ته نه پریږدي چې په معده کې ځای پر ځای شي او هلته تکثر وکړي مګر پوښتنه دا ده چې له دفاعي میکانیزمونو سره سره بیا هم دا باکتریا څنګه د معذې زخم پیدا کوي؟

ایچ پایلوري د فلاجیلا په نامه څلور یا پنځه ښاخونه لري کله چې له مرۍ څخه معدې ته داخلیږي نو تر هرڅه دمخه د دغو ښاخونو په ذریعه د معدې Mucus یا لزجي یا سریښناکه پرده سورۍ کوي او ځان د معدې د دیوال له لومړني قشر یا epithelium سره نښلوي.

شاید پوښتنه په ذهن کې مو دا پوښتنه پیدا شي چې دا باکتریا څنګه د معدې د دیوال له لومړني قشر سره ځان نښلوي؟

دغه میکروب له خپل وجوده یوه ماده چې د adhesin په نامه یادیږي ترشح کوي چې سریښناک خاصیت لري او د همدې مادې په واسطه ځان د معدې په دیوال پورې نښلوي او د خپلو ښاخونو په واسطه سوکه سوکه د معدې هغو ساحو ته حرکت کوي چې د تیزابو غلظت کم وي.

د دغو بدو خواصو ترڅنګ دا باکتریا یو انزایم جوړوي چې د Urease په نامه یادیږي او دغه انزایم بیا د تیزابو پر ضد عمل کوي یعنی په معده کې موجوده یوریا اخلي او پر کاربون ‌‌‌‌‌‌ډای اوکسایډ او امونیا یې بدلوي او بلاخره دغه دوه توکي د معدې د تیزابو د خنثی کیدو سبب ګرځي او نوموړي میکروب ته د ژوندانه او تکثر لپاره مساعد چاپیریال برابروي.

کله چې باکتریا د معدې په دیوال کې ځای پر ځای شوه نو پر خپلو مخربو فعالیتونو پیل کوي د معدې د حجراتو پر ضد انزایمونه او زهرجن مواد جوړوي او د حجراتو د مړیني سبب ګرځي او بالاخره د زخم سبب کیږي.

څنکه پوه شو چې په معده کې مو ایچ پایلوري شته؟

نښې:

۱-د نس دردونه

۲- د خوړو نه هضمیدل او بالاخره قبضیت

۳ -د زړه بد والی

۴ -په نس کې بادونه

۵-د اشتها نشتون

۶- له خوراک وروسته د معدې دروندوالی

۷-تور رنګه غایطه مواد

۸-د معدې التهاب

۹-خولې ته د تروو اوبو راپورته کیدل

۱۰- سهار مهال د خولې بدخوند.

که چیرې دغه میکروب تداوي نه کړو نو له کومو خطرونو سره به مخامخ شو؟

۱-د معدې زخم

۲-د وینې کمښت: که چیرې معده زخمي شي نو له دغه زخمه به په دوامدار ‌‌‌‌‌‌ډول وینه بهیږي او بالاخره د کمزورتیا، ستړیا او سستیا سبب ګرځي چې په ټوله کې د کم خونۍ علایم دي.

۳-د اثنا عشر یا کوچنیو کولمو د لومړنۍ برخې زخم، چې دا هم د کمخونۍ سبب ګرځي.

۴-د معدې سرطان: دا باکتریا د معدې د دیوال د لومړنۍ پردې د حجراتو د سرطان سبب کیږي، دغه سرطان د MALT(mucousa associated lymphoid tissue lymphoma او د معدې د یوه بل وژونکي سرطان سبب ګرځي چې د Adenocarcinoma stomach په نامه یادیږي

په دوامداره توګه د دغه میکروب شتون او فعالیت میکروب ته د نږدې حجراتو فعالیت کې سرطاني بدلونونه راولي او دغه بدلونونه د وخت په تیریدو د معدې د سرطان سبب کیږي، او له بده مرغه نن سبا د معدې په سرطان 80% انسانان هغه کسان دي چې په ټاکلي وخت یې د ایچ پایلوري درملنه نه وه کړې! او له بده مرغه د معدې سرطان یو وژونکی سرطان دی او که په لومړیو کې یې درملنه وکړو نو په سلو کې لس ناروغان ژوندی پاته کیدای شي او متباقي ناروغان یې سره له دې چې درملنه به یې وشي مګر بیا هم تر پنځه کلو اوږد ژوند نه شي کولی.

په بله برخه کې به د ایچ پایلوري تشخیص تشریح شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب