جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهط-ان د ۸ کانونو قرارداد کوي

ط-ان د ۸ کانونو قرارداد کوي

تاند:(پنجشنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د معادن وزارت په هرات او غور ولايتونو کې د ۸ کانونو د قراردادونو د پلان خبر ورکړی.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند عصمت برهان ويلي،چې په دې کانونو کې د «غوري» د اوسپنې کان هم شامل دی.

سرچينه زياتوي،چې د دغه کان لپاره د کورنیو شرکتونو تر څنګ بهرنیو شرکتونو هم خپل وړانديزونه شریک کړي.

د‌ نوموړي په وينا دمګړۍ په افغانستان کې د کانونو شاوخوا ۱۸۰ لوېې او وړې پروژې فعاله دي.

د طالبانو د معادن وزارت ویاند ټینګار کوي،چې چې دوی د کانونو په استخراج کې شفافيت ته ژمن دي او دغه راز د خپلسرو کیندنو مخنیوی یې کړی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د طالبانو يو شمېر منتقدین د حاکمې ادارې له اډانې د مسلکي کادرونو ویستو ته په پام سره اندیښمن دي،چې د کانونو په حصه کې به غیر مسوولانه او د وطن په زيان پریکړې وشي.

طالبان بيا په دې اړه اندیښنو سره موافق نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...