شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ ته د انلاين نوم لیکنې ظرفيت ۴۵۰۰ته لوړ شو

پاسپورټ ته د انلاين نوم لیکنې ظرفيت ۴۵۰۰ته لوړ شو

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پاسپورټ ریاست وايي،چې د پاسپورټ اخیستو لپاره د انلاین نوم لیکنې د سیستم ظرفیت ېې لوړ کړی.

دغه ریاست هغو کسانو ته چې د انلاین سیستم له لارې یې نومیلکنه کړې او وخت ورکړل شوی؛ خبر ورکړی چې خپل فورمونه د راتلونکي اونۍ(شنبې) ورځې څخه بیا ځلې په سیستم کې وګوري.

د پاسپورټ ریاست د اعلامېې له مخې، د دغو کسانو نوبتونه یې مخکې کړي دي.

‏د سرچينې د معلوماتو په اساس، د پاسپورټ د انلاین سیستم په ظرفیت کې ۵۰۰ کسان نور هم زیات شوي، چې په ترڅ کې به یې د ورځې ۴ زره ۵۰۰ کسان د انلاین فورمونو له لارې طی مراحل او پاسپورټونه به پرې ویشل کیږي.

دا په داسې حال کې ده،چې تازه يو شمېر رسنیو په پېښور کې د افغانستان د جعلي پاسپورټونو د چاپ او په تور بازار کې یې د خرڅلاو خبر ورکړی.

په دې اړه د تاند خبر دلته لوستلی شئ:

د افغانستان جعلي پاسپورټونه؛پېښور کې چاپيږي او تور بازار کې پلورل کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب