شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان جعلي پاسپورټونه؛پېښور کې چاپيږي او تور بازار کې پلورل کېږي

د افغانستان جعلي پاسپورټونه؛پېښور کې چاپيږي او تور بازار کې پلورل کېږي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د ایران تسنیم خبري اژانس،چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ډلې اړوند دی او تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې په ګټه تبلیغات کوي،په پېښور کې د افغانستان د جعلي پاسپورټونو د چاپ خبر ورکړی.

دغه اژانس د خپلو سرچينو په حواله ویلي،چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش له پڅ بهیر څخه په استفادې، پاکستان د جعلي افغان پاسپورټونو د چاپ چارې چټکې کړي.

د دغه اژانس د راپور په اساس، په افغانستان کې يو دغه جعلي پاسپورټ په تور بازار کې له دوو سوو تر څلورو سوو امریکايي ډالرو پلورل کېږي.

سرچينه زياتوي،چې دغه پاسپورټونه تر ډېره پاکستان ته سفر لپاره کارول کېږي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پاسپورټ ادارې تېره مياشت وویل،چې تېر کال ېې شاوخوا درې سوه پنځوس تنه د پاسپورټونو د کمیشن کارۍ په تور نیولي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو له لوري د پاسپورټونو په وېش کې هم د پراخ فساد ادعاوې کیږي.

خلک ادعا کوي،چې د طالبانو کمیشن کاران د يوه عاجل پاسپورټ په ورکولو له زرو تر يو نيم زر امریکايي ډالرو اخلي.

د طالبانو د پاسپورټ د وېش چارواکو په دې اړه تورونه رد کړي.

څو مياشتې مخکې د طالبانو له لوري د پاسپورټ د ټاکل شوي رييس ملا علم ګل حقاني يو ورور په اته سوه ډالرو د يوه پاسپورټ د پلورلو او د کابل په یوه هوټل کې د نجونو د نڅولو او شراب څښلو پر وخت په بالفعل ډول ونیول شو،خو تر اوسه ېې طالبانو د دوسيې او برخليک په اړه خلکو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب