پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهايټاليا ته د ګردېز د ۱۸ټنه جلغوزیو صادرات پيل شول

ايټاليا ته د ګردېز د ۱۸ټنه جلغوزیو صادرات پيل شول

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي چې په ‎پکتیا کې د رحیم ګردېزې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه د رحیم ګردیزي په لوګو اتلس ټنه پروسس شوي جلغوزي ایټالیې هېواد ته صادرېږي.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي،خو وایي د جلغوزیو د صادرېدو دغه بهیر پيل شوی.

بهرنيو هېوادونو، په خاص ډول چين ته د افغانستان د جلغوزیو صادرات د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پيل شو، چې د افغانستان اقتصاد ته له ګټورو اقداماتو وبلل شو.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان سوداګرۍ او په خاص ډول صادراتو ته ډېره صدمه رسيدلې.

سره له دې،چې د طالبانو چارواکو چینایي چارواکو سره بيا-بیا د جلغوزیو صادراتو د بيا پيل په اړه د خبرو خبر ورکړی،خو په دې اړه تر اوسه عملي ګامونه نه اخيستل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...