جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدوستم غیر پښتانه قومونه د ط-انو خلاف جګړې او نا متمرکز نظام...

دوستم غیر پښتانه قومونه د ط-انو خلاف جګړې او نا متمرکز نظام جوړولو ته وبلل

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د ملي جنبش  ګوند مشر عبدالرشيد دوستم، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته د ازبکستان له لارې ترکيې ته تللی، په يوه تازه وينا کې غير پښتانه قومونه د طالبانو خلاف پراخې جګړې او د نا متمرکز نظام جوړولو ته وبلل.

هغه د جمعيت ګوند د موسس برهان الدين رباني د وژل کیدو د کليزې په مناسبت د نا پښتنو جنګسالارانو په يوه انلاين ويډيويي غونډه کې دا غوښتنه کړې.

دوستم د ډاکټر نجيب پر حکومت د احمد شاه مسعود او پښتون ضدو ستمي ډلو کودتا ته په اشارې وویل،چې غير پښتانه بیا هماغسې بايد وکړي او دا ځل نا متمرکز نظام رامنځته کړي.

دوستم په دې وینا کې د طالبانو خلاف د سختې جګړې د پیلولو ادعاوې وکړې، خو په دې برخه کې ېې د نړیوالو ملاتړ اړین وباله.

هغه د طالبانو د تېر رژيم د پرزولو په اړه مدعي شو،چې هغه ځل طالبان ده نسکور او بيا افغانستان ته امریکایان راوستل.

نوموړي په ټولو خبرو کې طالبانو ته د پښتنو د استازو په توګه خطاب کاوه او په واضح ډول ېې د قومي جګړې پیغامونه ورکول.

دوستم مدعي شو،چې که نړیوال ورسره مرسته وکړي په دوه اونیو کې به د طالبانو اداره نسکوره کړي.

دوستم پر دې هم اعتراف وکړ،چې د طالبانو د تېر رژيم د نسکورولو په وخت کې ېې زرګونه طالبان وژلي او اسیران نیولي وو.

د هغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي او ډېرو فعالانو په لافو تورن کړی.

په ورته وخت کې يو شمېر خلکو پر طالبانو توندې نيوکې کړي،چې د واک له انحصار، سخت دریځو سياستونو او نا مسوولانه اقداماتو سره افغانستان د پاشلو او کورنيو جګړو په لور بيايي.

خلکو ټینګار کړی،چې طالبان باید له پخوانيو جنګسالارانو له وېرې پرته، له روان ناورين څخه د افغانستان د ژغورلو، ځواکمن دولت جوړیدو او ملي ملاتړ خپلولو لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه او ملت سره تعامل وکړي.

6 COMMENTS

  1. که ترکیه د افغان اولس دوسته وی نو باید ددې فاسد دوستم څرګندونې وغندي او له هیواده یې وشړي !

  2. افغانستان نه همیشني دوست لري او نه دښمن.
    ترکيه خپلې ګټې په نظر کې نیسي او د هغي پر اساس پريکړې کوي. ترکيې او همدارنګه نورو هيوادونو ته دا مهمه نه ده چې دوستم او ددي په څير نور انسان وژونکي په خپلو هيوادونو کې څومره انسانان له تيغه تير کړي او څومره بدبختي يي رامنځته کړي، بلکې لکه د شطرنج لوبغاړی هغوي په دې فکر کې دي چې په څه ډول ددې ډول خود غرضه پرازيتونو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.
    بايد مونږ د بالغه او هوښياره انسانانو په څير دا فکرونه پريږدو چي ټوله نړۍ يواځې د دوست او دښمن په ګروپونو ويشو، داسې څه وجود نلري. بايد تحليل زده کړو او دا چې څنګه ستراتيژيک فکر وکړو
    مننه

  3. ترکان ، قزاقان ، قرغزان ، ازبکان ، ترکمنان ، آذریان ، قزلباشان ، بیات دا ټول په اصل کې یو قوم دی . دوی بیا د تاتار او مغولو ورونه دي.
    په قومي او نژادي لحاظ دوی تل له یوبل سره همدردي او همکاري کوي .
    ترکیه له پخوا نه د پان ترکیزم خوبونه ویني او غواړي منځنۍ آسیا هېوادونه تر خپل تاثیر او کنترول لاندې ولري . اما د روسیې له لاسه چې یو قوي دولت دی ، دې اهدافو ته رسېدل ورته ګران ښکاري .
    ترکان غواړي خپل نفوذ په افغانستان کې د جنبشیانو په وسیله قوي کړي. ترکیه چې یو اسلامي هېواد او د ناتو غړیتوب لري ، د رجب طیب اردوغان په مشرۍ کوشش کوي ، خپل پخوانی برم او جلال بیا را ژوندی کړي . له ډېرو عربي او افریقایی هېوادونو سره په اقتصادي ، نظامي او سیاسي برخو کې د پام وړ کار کړیدی .
    مونږ افغانانو ته دڅه کول په کار دي ؟
    باید خپل ملي یوالی وساتو. ملي ګټې د نورو لپاره قرباني نکړو. له تعصب ، تنګ نظري ، خود پرستي او یکه تازي نه صرف نظر وکړو. خپل ژوند د ملي قوانینو په رڼا کې تنظیم او د هېواد د پرمختګ لپاره پلانونه جوړ کړو. ځوانانو او پېغلو ته د ملي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د هر اړخیز تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړو.
    هغوی ته چې د نورو د ګټو لپاره کار او جاسوسي کوي جدي برخورد وکړو. د جنګسالارانو ، غاصبینو ، د افغانانو د قاتلینو د بیا تقویې مخه باید په هر صورت سره چې وي ونیول شي .

  4. د تُرک د تبار په هکله د شاهین ورور د فرمایش په تائید؛
    د قِماربازانو خبره، پښتون قام د پنځوس شپیته میلونی نفوس سره سره ولی دومره ” بد ” راوړی دی چی یوه ئې نه دوې کیږی؟
    پرون د لمر د تلویزیون د ” تودو خبرو ” په پروګرام کی د طاهر خان پنوم یوه پښتون ژورنالیسټ هم د تلفونی میلمه پتوګه ګډون کړئ ؤ. ددې ژورنالیسټ د مجلس تحلیل په ( علمی! او اخلاقی! ) انداز دا دئ:
    ( طاهر خان خر کُسمادر دئ او ټولی خبری ئې صوری او غولوونکی وې ).

  5. ښتانه له مینځه وړل کېږي!
    په نویم کال کې یو سویسي جنرال د شتاهل په نامه، ماته یې وویل چه “که پښتانه نه بنی آدمېږي له مینځه وړل کېږي”، ما سخت غبرګون وښود او ومې ویل چه هغه کسان چه دا خوب ویني، دا خوب به ګور ته ځان سره یوسي.. زه له کلونو راهیسې پوهېدلم چه په غربي اروپاي ممالکو کې لکه آلمان، فرانسه او خپله سویس کې پښتنو سره بد چلند کېږي، دا مې د ترجمه کولو په وخت هم له اتیاوم تر دوه زرهوم کالونه په وخت کې خصوصا په سویس کې ولیده او یو ځلي یو دفتر کې پولیس ته مې وویل چه نوره ترجمه نه کووم. پخوا هم یو بل سویسی ما ته یوه خبره یې ماته داسې کړې وه چه افغانستان د ده وطن دئ. دی بووخرر نومېږي او د افغانستان متخصص په نامه مشهور وو، چه زه شاهد یم چه دی او د سویس د خارجې وزارت استازی دواړه په یونوی یم کال کې د داکتر نجیب پر ضد وکیل ته چه د داکتر نجیب د خارجې وزیر او پرچمی وو او د کارمل د ترور زوی، د کودتا نظر مخې ته کړل ، زما په حضور یا موجودیت د وکیل په دفتر په کابل کې، ما کابل کې د سولې او روغتیا موسسه لرله چه د خپل د کار له پیسو نه مې جوړه کړې وه او یونیسکو را ته په نظر درلود، چه لویې مرستې وکړي. بلې خواته د دغه بوخرر له خبرې نه داسې پوه شوم؛ دې له پاره چه د سویس خلک ځان ته هویت او ژبه یا پېژند نه لري او ګډوډ بې هویته خلک دي، غوښتل یې چه د پښتنو له مینځه وړلو سره د پښتونوالۍ ارزښتونه خپل کړي. دا کیسه یا قصه ډېره اوږده ده، همدې له پاره له پېړیو راهیسې پښتانه بې تعلیمه او بې مرستې وساتل شول، له پښتنو نه یې طالب و داعش او داسې نور د عربو په پیسو او مرسته د بن لادن له لارې چه د سویس او ځینې نورو اروپایي ممالکو او یو خاص امریکایي ګروپ سره، دغو طالبانو او نورو ته د تروریستي درسونه په پاکستان کې چه د انګریز بچی دئ ورکول کېده اوپر بې عقلو پښتو باندې د دین له لارې کار او مرسته وشوله چه اوله خپل هدف ته ورسېږي او پښتانه په ټوله نړۍ کې د تروریستانو په نامه بدنامه شي او د نړیوالې فیصلې سره سم، پښتانه یا په محبسونو او نورو مناطقو کې دې تیت او پرک شي. په دې باندې هم مردار صبغت الله نور ټول خبر وو او ګډ کار یې کوول. که د امریکې شریف کسان خبر نه وئ، زه ډېر پخوا وژل کیدلم او دوی هم خپل هدف ته رسېدل. د نیویارک مسالې نه یو میاشتې وروسته ما په یوه شپه څلیروشت صفحې واقعات ولیکل او په یوه شپه د خاصې پوستې له لارې مې امریکې ته خپلو دوستانو ته واستوو. دا ننۍ ګډوډي د نړۍ او افغانستان ځان ته ډېر سخت ، پټ او خطرناکه دلایل لري چه اوس ما ته داسې برېښي چه لاره ورکه ده.د اروپاییانو په چلونو اوس روسیه، امریکه او چین ډېر ښه پوه شوي دي. دا ټول داسې ساده مه ګورئ، هوښیار شئ او بیدار شئ. اروپایان او سویس اوس هم دوی غواړي چه ما له مینځه یوسي خو د هغو لویو ممالکو نظر لاندې یم او ډار نه لرم. د مردار صبغت الله دووس له لارې زما پر ضد او پټ د پښتنو پر ضد څلویښت کاله منفي پروپاګڼدونه روان دي. زمانه چې تایپي غلطي شوي دي، وبخشئ، نو واقعیت. په کرښو کې همدا ده
    خو که په ټولو دلایلو چه ولې پښتانه له مینځه وړل کېږي او د غربی اروپا سترګې خپلې دې او نورو آسیایي مناطقو ته تړلي دا لاندې کتاب دقیق ووایاست او په پښتو يې واړوئ! د پښتنو د ژوند مناطقو نه اروپایان د ګرمو اوبو له لارې آسیا او د آسیا معادنو ته نه شي رسېدلای. او لا نورې د اسنادو پر بڼسټ ما سره معلومات زیاد دی. خو له بدې مرغه سترګې ملاتړ نه کوي چه يې ولیکم. که څوک غواړي چه ما نه مالومات لاس ته کړي، زما ایمیل کې لانې خپل «وت۴س اپ» نمبر دې راکړي چه مالومات ورکړم.
    [email protected]
    1177BC
    د کتاب نوم دی

  6. سلامونه،
    د مبصرینو وروڼو په تایید، له دایم الخمر،لوطي او ۴عیب شرعي تش په نامه مرشال نه بې له همدې اوتو بوتو بل انتظار نشي کیدلای.
    اول دې له خپل معاون ،ایشچي نه پوښتنه وکړي چې آیاد ده غوندې غیر پښتون د مشر په حیث مني؟ ،؛ بله خپله د ګواکی مرشللي دریشي ې سره د ټولو سرایونو او قصرکونو په کابل او جوزجان کې په رڼا ورځ ط ط ته پریښودل او په چادري کې د بل هممسلکي خطا ء بینور سره له یوڅو موټرسیکل والاوو نه د ټانک و طیارو سره د خپل نیکه ازبک کستان ته وتښتید؛؛
    د افغانستان لیک او لوست والا خلک اوس پوه شوي دي ؛ هغه بیسوادان هم د ښه او بد تفریق کولای شي ؛ډیره ښه بیلګه ېې د وروستنیو ع وغ د انتخاباتو بایکاټول و؛ او بیا که په پټه و یا ښکاره د بهرنیانو له نجس اشغال پرضد د شهیدانو د ارواحو تازه کول و او دي او ويبه
    د دې استفراغ شوو تش په نامه راهبردانو!!! په پف و چف نه غولیږي .
    او مونږ به دعا کوو څې ولس یا ولسونه یو موټی او (جذب المرکزي) حکومت ته نظر پر فرار المرکز او ملوک الطوایفی ترجیح ورکړي. ان اکرمکم عند الله اتقیاکم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب