Homeخبرونهد طلوع شبکې مالک محسني: پنجشېر کې د نسل وژنې ادعاوې دروغ...

د طلوع شبکې مالک محسني: پنجشېر کې د نسل وژنې ادعاوې دروغ دي

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د موبي ګروپ مشر سعد محسني،چې د طلوع نيوز په ګډون مختلفې رسنۍ لري وايي، چې پر د طالبانو پر حاکمې ادارې په پنجشېر کې د نسل وژنې تور حقیقت نه لري.

نوموړی زياتوي،چې په دې اړه یوازې پروپاګند کېږي او شوې ادعاوې واقعيت نه لري.

په وروستيو کې د طالبانو يوه مخالفه جنګي ډله(پنجشېر مقاومت ډله) طالبان په شدت سره تورنوي چې پنجشېر کې ېې د تاجیکانو نسل وژنه پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر يوناما يوازې د طالبانو له لوري د پنجشېر مقاومت ډلې د يو شمېر اسیر شويو وسله والو وژل کيدل تاييد کړي او د نسل وژنې ادعاوې نه ولسي خلکو او نه هم نړیوالو بشري ادارو تایید کړي دي.

د پنجشېر مقاومت ډلې مخالفان دغه ډله د طالبانو پر وړاندې د جنګ میدان کې له ناکامۍ وروسته د قومي تفرقې په هڅو تورنوي او وايي دا ډول ادعاوې افغانستان ته ډېرې بدې پایلې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...