یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ښځینه ښوونځيو د پرانيستل کيدو احتمال؛ط-انو د پوهنې وزير بدل کړ

د ښځینه ښوونځيو د پرانيستل کيدو احتمال؛ط-انو د پوهنې وزير بدل کړ

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د دوی د ادارې د پوهنې وزير بدل کړی.

د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ،چې ملا هبت الله اخندزاده د ملا نورالله منیر پر ځای د کندهار د عالمانو د شورا رییس ملا حبيب الله د پوهنې وزارت سرپرست ټاکلی.

په نويو ګومارنو کې ملا نورالله منیر د طالبانو د مرکزي دارالافتا رییس ټاکل شوی.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د زندانیانو د تبادلې په پایله کې د امریکا له یوه زندان څخه د طالبانو مهم اقتصادي ملاتړی حاجي بشر نورزی تازه خوشې شوی.

د هغه د خوشې کیدو په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او حاجي بشر نورزي وويل،چې د هغه له خوشې کيدو سره به د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی فصل پرانيستل شي.

یو شمېر شنونکو په هماغه ورځ وويل،چې له ژر به د طالبانو په اداره کې ځینې بدلونونه رامنځته او د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو په اړه چې د افغانانو او نړيوالو تر ټولو عمده غوښتنه ده، اقدام وشي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو سرچېنې وايي چې د نجونو د ښوونځيو او د طالبانو د نورو سخت دريځو اقداماتو په اړه د لوېې پکتيا طالبان د سراج الدين حقاني په مشرۍ د لوی کندهار له طالبانو سره په کشمکش دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت تبديل شوي سرپرست څه موده مخکې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستل کيدو دفاع کړې وه،چې توند غبرګونونه يې وپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب