شنبه, مې 18, 2024
Home+ مذکرې سترګې / اسدالله غضنفر

 مذکرې سترګې / اسدالله غضنفر

که په یوه فیلم کې نجونې نیم بربنډې وي، موږ وایو چې بد اخلاقي خپروي خو د نیم برنډو نارینه وو په اړه دغسې خبره په زړه کې نه راتیریږي.

  فمینستان وایي چې د بشر کلچر، تاریخ ، مفکورو او اخلاقو په تیرو زرګونو کلونو کې د نارینه وو له سترګو دنیا ته کتلي دي.

 له مارکسي نظریې سره سم، ښځو هغه وخت د برابر شریک مقام له لاسه ورکړ چې شخصي جایداد پیدا شو. له دې وروسته د ښځو کار دا شو چې د جایداد څښتن ته نارینه وارثان وزیږوي.

 خو فمینستان ګیله من دي  چې مارکسستانو په طبقاتي ستم ډیرې خبرې وکړې مګر په  هغه ستم برسیرن تیر شول چې نارینه وو له ښځو سره کړی دی.

 په ادبیاتو کې معمولا فمینستي کره کتنه دې ته وایي چې یو اثر له دې نظره مطالعه کړو چې د هغه روحي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ستم په زیاتیدا یا کمیدا کې یې څه برخه اخیستې ده چې نارینه یې له ښځو سره کوي.

 په تیرو زمانو کې ښځه دویم درجه بشر ګڼل کیدله. د نولسمې پیړۍ په پای کې په لویدیځ کې د ښځو د سیاسي او اجتماعي حقونو مثلا د کار ، رایې او تعلیم د حق لپاره مبارزه پیل شوه. همدا مبارزه د فمینستي نهضت پیلامه ګڼل کیږي.

 زموږ په ټولنه او ادبیاتو کې هم د نورې دنیا په څیر ښځې ته د دویم درجه بشر په سترګه کتل شوي او که  چا یې درناوی  کړی دی نو عاجزه ، نحیفه  او ضعیفه  یې بللې ده. په شلمه پیړۍ کې چې نوي افکار خپاره شول، د ښځو د سیاسي او اجتماعي حقونو لپاره هڅې پیل شوې چې تر اوسه لا دوام لري. په دې موده کې زموږ ګڼو شاعرانو، لیکوالو او اجتماعي فعالانو یا  له ښځو سره د خواخوږۍ د احساس د پیدا کولو کوښښ کړی دی او یا یې ویلي دي چې که ښځه په ټولنه کې فعاله نه وي نو ټولنه به د یو وزرې مرغۍ  غوندې د پرمختګ چانس ونه لري.

 د اوسنۍ زمانې فمینستان ممکن نیوکه وکړي چې په خواخوږي باندې تاکید په دې ټکي باندې غیر مستقیم تاکید دی چې د ټولنې اصلي باداران خو نارینه دي خو د رحم او شفقت تقاضا دا ده چې ښځو ته هم په درنه سترګه وګورو. دغه راز، د ټولنې د پرمختګ لپاره ښځو ته حق ورکول دا معنا هم لرلای شي چې د یوه بل ضرورت د پوره کولو لپاره پکار ده چې ښځې له ستمه راووځي.

 فمینستان په مختلفو ډلو ویشل شوي دي خو ټول یې په دوو ټکو کې سره مشترک دي : یو دا چې نارینه وو له ښځو سره ستم کړی دی او بل دغه ستم یې ځایه دی .

 فمینستان وایي چې له ټولنې څخه د ښځو د شړلو د زرګونو کلونو هڅې د بشر اقدار، افکار او ادبیات نارینه کړي دي او موږ اکثره بې له دې چې متوجه شو ، له ښځو سره ستم ته ادامه ورکوو.

   په نکلونو او ګڼو ادبي اثارو کې ښځه یوازې هغه وخت مهمه وي چې ځوانه او ښکلې وي. په ګڼو نکلونو کې د پاخه عمر ښځې شیطانې، چغلیګرې او مضرې دي. حال دا چې اساطیر او نکلونه له هغو سپین زیږو مالامال دي چې ګټوره تجربه او حکمت لري.

 راځئ له ځانونو پوښتنه وکړو چې که ملالۍ پیغله نه وای بیا به یې هم په پښتو ادب کې دومره مهم ځای موندلی وای ؟ د جګړو او ناامنیو په څو دیرش کلنه موده کې تر بلې هرې ښځې دوو پیغلو ناهیدو ادبیاتو ته ډیره لاره وکړه.

    موږ تکړه میرمنې ته وایو چې ډیر نارینه خویونه لري او چې نارینه غندو نو نرښځوکی یې بولو.  موږ په دې شرمیږو چې د ښځو نومونه واخلو. کورودانه، میرمن، کوروالا، ورینداره دې ، د ماشومانو مور، کډه او داسې نور نومونه ورته اخلو. د ښځو د اواز اوریدل هم راته له ګناه او خطا خالي چاره نه ښکاري. په ټولنه کې د ښځو  د پیړيو پیړیو نشتوالي، د هغو په اړه دوه تصوره پیدا کړې دي: یو دا چې دوی نالایقې او کم استعداده دي او بل دا چې په ټولنه کې یې  حضور د ګناه سبب کیږي.

 فمینستان وایي چې مروج اخلاق او اقدار د ټول انسان استازیتوب نه کوي بلکې د نارینه وو ګټو او غوښتنو ته ځواب وایی. مثلا مروج اخلاق له ښځې حیا و پاک لمنې او  وفا غواړي چې ګټه یې نارینه ته رسیږي خو د نارینه وو په حیا او پاک لمنۍ خاص تاکید نه کیږي. که څوک شرمیږي نو ممکن ورته ووایو: ولې د ښځو غوندې شرمیږې ، راشه د نر غوندې سپینه خبره وکړه.

 بي بي حاجي حکمینه همدا اوس د خوست د ولایتي شورا غړې ده. دا د نارینه وو غوندې خړې  جامې اغوندي ، لونګي په سروي، د نارینه وو بوټونه په پښو کوي، د نارینه وو جورابې په پښو کوي،  څادر او واسکټ استعمالوي او د باسوادو نارینه وو غوندې د واسکټ په ښکاره جیب کې قلم ږدي. د حاجیاڼۍ ویښته د نورو ښځو غوندې اوږده دي، خو چوټۍ کړې یې دي او په لونګۍ کې پټ دي.

 موږ د وطن په ځینو نورو سیمو کې هم دغسې میرمنې موندلای شو. ارواښاد استاد وجدي د دغسې یوې میرمن په اړه چې په لوګر کې ملکه وه او د اسمان کلا ملکه به یې بلله ، د تیرې میلادي پیړۍ  په اویایمو کلونو کې یو رپورټ لیکلی و. ځینې کسان ممکن دغسې مثالونه راوړي او استدلال وکړي چې پښتنې  میرمنې په اجتماعي ژوند کې د کامیاب حضور لپاره ډیرې چمتو دي.

 خو فمینستان به دغسې موارد داسې تعبیر کړي چې ټولنه دومره ډیره د نارینه وو په انحصار کې ده چې ښځه د ټولنې او نارینه تر منځ توپیر نه شی کولای او کله چې غواړي چې په ټولنیزو چارو کې فعاله برخه واخلي نو له خپل جنسیته به انکار کوي.

 فمینستان وایي چې د نارینه وو د زرګونو کلونو غلبې په اکثرو ښځو هم دا منلې ده چې نارینه تر دوی بهتره دي. یوه ژورنالیسته چې د  کورني ژوند په موضوعاتو باندې  راډیويي ډرامې لیکي، معمولا ښځې  ملامتوي. ما ورته وویل : داسې مه کوه ! دې  زما له خبرې وروسته په دوه دریو ډرامو کې  تعادل وساته خو بیرته یې هماغسې ډرامې ولیکلې چې قلم یې ورسره عادت و. زموږ په اکثرو ډرامو کې نارینه ستړی ستومانه کور ته راځي او ښځه ورته ترخې خبرې کوي.  د مامور صاحب تنخواه کمه ده  او ښځه ورنه قمیتي شیان غواړي. زموږ د شلمې پیړۍ د لوی شاعر او ریفورمیسټ، استاد الفت  دا بیت ډیر مشهور دی :

 ورور دې خواري او غریبي کوي له پلاره سره

 تا په یارۍ کې امیل وشلاوه له یاره سره

د فمینستانو په نظر په اوسنۍ زمانه کې هم چې د انسانانو تر منځ د برابرۍ مفکوره ډیره عامه شوې ده، په ادبي اثارو کې له ښځو سره په لاشعوري ډول ستم روان دی.

 زموږ ټولنه له دومره بحراني حالت سره مخ ده چې اکثره ښځې د تعلیم او کار له ډیرو بنیادي حقونو هم محرومې دي. په دغسې حالت کې شاید ځینو ته د فمینستو د ځینو نظریو مطرح کول ، د مړې ګیډې خبرې ښکاره شي خو زما په ګومان لاشعوري او له پامه غورځول شوي  مشکلات شعور ته راوستل او د ښځو د حقونو په اړه حساسیت زیاتول، د ګټې کار دی. یوې محصلې راته ویل چې استاد راسره دا ونه منله چې په پښتني کلچر کې د ښځو د دریځ په اړه مونوګراف ولیکم. د استاد دلیل یې  دا و چې په دې اړه ډیر څه لیکل شوي دي. حال دا چې په دې باره کې  بیخي ډیر څه نا ویلي پاتې دي. موږ که له فمینستي دریځه خپلو ادبیاتو ، کلچر او دودونو ته وګورو ، بیخي نوي خبرې به راڅرګندې کړو. مثلا که په ولس کې په نجونو ایښودل شوي نومونه راټول کړو او ویې څیړو  د ښځو په اړه د غالبې ایدیالوژۍ ګڼ ناسپړلي ګوټونه  به ومومو. مثلا دا چې په نجونو د خاتمې او بله  نسته ، نومونه کیښودل کیږي ، منظور ورنه څه دی ؟ د خوشحال او حمید په شعرونو کې د ( سړۍ ) کلمه شته خو   اوس یې نه استعمالوو ، دا کلمه چا چا استعمالوله او کله هیره شوه ؟ کوچیانې لوڅ مخ ګرځي خو د ځمکه والو کورنیو میرمنې پټ مخ بهتره ګڼي. ایا دغه واقعیت له طبقاتي دریځ سره تعلق لري. د ملي هیندارې د نکلونو نجونې او میرمنې څوک دي؟   څه  ځانګړنې لري؟ نور ورته په څه سترګه  ګوري؟ دوی ځان ته په کوم حیثیت قایلې دي؟ فعالې دي او که صرف د نارینه وو امر ته انتظار باسي؟  فمینستي کره کتنه به زموږ ټولنې ته نوي فکرونه ورکړي، زموږ د اخلاقي نظام ډیرې نیمګړتیاوې به راڅرګندې کړي  او زموږ ادب به د پرمختګ نوي ًپړاو ته داخل کړي.

2 COMMENTS

  1. استاد غضنفر سلام
    سوره بقره۱۹۳ ایة کې الله عز وج داسې فرمایی:
    وقاتلو هم حتی لا تکون فتنه ویکون الدین الله فان انتهو فلاعدوان الا علی الظالمین. ص
    دکومې فیمنیسم کلیشې څخه ستا مطلب دی؟ فلم کې به هر لهو ولعب وی خکه دانسان محصول او هنر دی اسلامی فیمینیسم خپل فهم او قدرت دقران احکامو څخه اخلی او د حقوقو اوعدالت په لټه کې په مساوی توکه دنارینه او ښځینه دخپل وجود په تمامیت کې را څرګندیږی.
    قران په اصل کې دافرادو ترمنځ پر مساوات تاکید کوی او هردول توپیر ،کرکه او تبعیض مردوده ګڼی عدالت اسلام کې دیو نفس الامر واقعیت څخه برخمن دی.
    دتولنپوهانو لیدلوری به اوس پرېږدو بل وخت ته(۱۹۶۰-۱۹۷۰) چې څه وایی.
    راغلو دفرانسوی سوسیالست شارل فوریه (۱۸۳۷م) غیر اسلامی د «جنسیت» فیمینیسم ته ستا دفلم مثال ته ځی دلته دروحی توبیر مبانی نشته دمعرفت معنوی غریزه چې مذهبی اغیزه ولری نشته دفیمینیسم تعین کونکی دبشر خبل مصلحت دی دلته دتوبیر او عدم توبیر غوښتنو او تجربو چا پيریال په جنسیت پورې تړاو نیسی. ظلم او ستم ،بهره کشی او سوء استفاده یو متغیر جوړوی . له هغه وروسته (۱۸۲۷)م هلند او بیا په (۱۹۱۰)م امریکا کې لږ اوډیر رامنځ ته شو همدارنګه به ۱۹ اوشلمه پېړۍ کې کم اودیر واورېدل شو.
    ستا بحث بل چېرې دی دغیر اسلامی فیمینیسم څپې زمو له اسلامی دایمی تیوری او فرهنګی ساختار او کتلې سره ډیر زیات توبیرونه لری پاتې شوه دمحصل او مونو ګراف برخه.

  2. زموږ په سیمه کی یوه ټوکه مروجه ده:
    ” فلانی کس صوفی غوندی چی کله اوبه ووینی نو استنجاء ته ئې هوس وسی “.
    زه هم کله چی یوه په زړه پوری لیکنه ووینم نو قلم او ګوتی می د نڅا هوس ونیسی او دې ته نه ګورم چی د لیکنی د محتوا تحلیل او د هغې په هکله نظر زما د پوهی او معلوماتو تر کچی لوړ دئ او که نه چی البته دا خصلت می ښه خصلت نه دئ ( د اعتیاد دی کور خراب سی ).
    ” فیمینِزم ” په حقیقت کی د غربی فرهنګ یوه منحطه او منحرفه څانګه ده او زموږ غوندی ټولنو په بافت کی ځای نلری ، دا مسئله زموږ غوندی هیواد کی فقط د ښځو د حقوقو د تأمین په لمنه کی د تعریف وړ ده نه د ” فیمینِسټی” ادبیاتو په لمنه کی.
    فیمینِزم په غرب کی څو پړاوونه طی کړی دی چی وروستی ( نننی ) پړاؤ ئې د ” خلقت ” د قانون په وړاندی ښورښ او پاڅون ګڼل کیږی. غربی فیمینِسټی افکار په حقیقت کی ” همجنس بازی ” غوندی یو عادت نه بلکه یو ډول مرموزه روحی ناروغی ده. یو فیمِنسټ ته خوشی دا ” وهم ” پیدا سویدئ چی ” ښځه ” د یو ناکام مخلوق پتوګه د ” نر ” یا ماسکولین نوکره او مزدوره ده او د ” مور توب ” د مقام د خوند د درک څخه عاجزه ده او ضمناً د نر د قدرت په وړاندی د ” حسادت ” په ابلیسی صفت ککړه سوېده.
    امّا
    د خلګو خبره، خدای دی زموږ د وطن ښځی د فیمینسټی ذهن او فکر او عقیدې څخه را وساتی.
    زموږ ښځی د ” حال ” په ژبه خپلو مړونو او وړونو او اولادونو او پلرونو ته وائی چی حد اقل د یو انسان په سترګه ور ته وکتل سی. زموږ د ښځو د حقوقو اداینه یوه فردی او اجتماعی او حتی رسمی او حکومتی وجیبه ده. زموږ ښځی د غربی فیمینِسټانو خلاف د کورنۍ د تشکیل سره سخته مینه لری او ” نر ” که نور آسمانی او ځمکنی قوانین نه منی ( غول خوری چی نه ئې منی ) نو لږ تر لږه د کورنۍ د تشکیل سره د ” ښځو ” د مینی پخاطر هم باید د ښځی درناوی ولری. هغه نر به یو مختورئ او جهنمی مخلوق وی چی مثلاً د جنګ او مسابقې په ډګر کی د خپل کَرَک او سپی او چرګ او زرکی په بریالیتوب او یا د تجارت او دوکاندارۍ او ماموریت په بریالیتوب د ویاړ او خوښۍ احساس کوی خو د خپلی ماندینې او مور او خور او لور موجودیت او سیورئ ور ته بې خونده ښکاری.
    په هره توګه، یو مسئول او مشروع حاکمیت هم ټینګ او جدّی مکلفیت لری چی د ” نر ” تر څنګ د ” ښځی ” خفیفه او خاموشه چیغه هم واوری د مشروع حقوقو تأمین ته ئې خاصه پاملرنه وکړی او حتی د حقوقو تر پښو لاندی کول ئې یو اجتماعی جرم وګڼل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب