Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نورو اسعارو په وړاندې د ډالر بې سارې لوړېدا

د نورو اسعارو په وړاندې د ډالر بې سارې لوړېدا

تاند (پنجشنبه) وروسته له دې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د اوکراین د جګړې لپاره د روسیې احتیاطي ځواکونه جګړې ته چمتو کوي، د نړۍ د نورو اسعارو په وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت په شلو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته اوچت شو.

د هر امریکايي ډالر انډیکس یا شاحص، چې د یورو، جاپاني ین او د بریتانیا د پونډ په شان د نورو هیوادونو د پیسو د واحد په وړاندې د هغه ارزښت څرګندوي، پرون (چهارشنبې) له ۸۷ څخه ۱۱۰ ته لوړ شو.

دا له ۲۰۰۲ م کال را په دې خوا د امریکايي ډالر د شاخص تر ټولو لوړه کچه ګڼل کېږي.

پر دې سربېره چې امریکايي ډالر اوس په نړۍ کې تر ټولو خوندي او باوري پیسه ګڼل کېږي، د امریکا د مرکزي بانک سخته پولي پالیسي هم، چې تمه ده ژر به اعلان شي، د ډالر د ارزښت په لوړېدو کې رول لرلی دی.

د اقتصادي چارو نظرخاوندان باور لري چې د روسیې له لوري د سلګونه زره احتیاطي ځواک د چمتو کولو له کبله په اوکراین کې د جګړې د لا سختېدو په اړه اندېښنې پانګوال هڅوي چې د ډالر په شان لا خوندي اسعارو ته پناه یوسي.

پوتین د چهارشنبې په ورځ لوېدیځوال د روسیې د ویجاړولو لپاره په هڅه تورن کړل او ویې ویل چې د خپل هیواد د دفاع لپاره به له هر راز وسیلې څخه کار واخلي.

روسیه اتومي قدرت دی او ظاهراً د پوتین اشاره اتومي وسلې ته وه.

د ډالر د ارزښت له لوړېدو سره په بریتانیا کې د اقتصاد د ناوړه لرلید له کبله د دغه هیواد د پیسو یعني پونډ ارزښت د ډالر په وړاندې له ۱۹۷۵ څخه را په دې خوا تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا مرکزي بانک نن (پنجشنبه) خپله نوې پولي پالیسي اعلان کړي او باور کېږي چې د انفلاسیون د زیاتېدونکي بهیر د ورو کولو لپاره بانکي سود لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...