د ځمکې په دې کُره کې انسانان د تمدن له دوه سترو دورو سره مخ شوي، لومړۍ دوره له میلاد دمخه د یونان ښاري دولتونه او د فلاسفه وو فلسفي فکرونه و، تر میلادي سنې یې دوام وکړ او را وروسته په انسانانو کې یو ځل بیا د توحُش دورې رواجونه او ځانګړنې را پیدا شوې. عیسویت خرافاتي شو، ټولنه یې په طبقو او درجو سره ووېشله، څوک روحانیون شول، څوک پاپان او پادریان، عام ولس له علم او پوهې ګوښې ته وساتل شو، ټوله اروپا مذهبي افراطیت په سر واخیسته، له روم(ایټالیا) رانیولې تر لاتینې امریکا پورې خلک د کلیسیاوو په بند کې را ګیر شول، صلیب بې شمېره انسانان په دار وځړول، په عصري علومو مطلق بندیز ولږېد، یوازې مذهبيانو د عصري زده کړو حق درلود.
د تمدن دوهمه دوره په شرق او غرب کې توپیر کوي، شرقي نړۍ په اوومه میلادي پېړۍ کې له خرافاتو او بدیهیاتو سره مخه ښه وکړه، اسلام د مذهبي تمدن سبب وګرځېد، د غربي نړۍ په پرتله شرقي نړۍ ښه وضعیت درلود، علم او پوهې ته ارزښت ورکول کېده، عراق، فارس او نوره عربي نړۍ له پوهانو ډکه وه. مذهب هم ژوند و او هم آخرت، اسلام د هر مسلمان و، چا دا نه ویل، چې د ډاکټر یې په اسلام څه؟ د انجینر او نجار او تجار یې پرې څه؟
له شرقي نړۍ به د طبي، خوراکي او نورو صنعتي توکو کاروانونه اروپا ته روان و، مسلمانانو له خوښیو ډک ژوند درلود، په داسې حال کې، چې په غرب او اروپا کې پوهه او زده کړه کفر کڼل کېده.
د پنځلسمې میلادۍ پېړۍ په درشل کې حالاتو د غربي نړۍ په ګټه او د شرقي نړۍ په زیان پرېکړه وکړه، په اروپا کې د خرافاتي مذهبونو د غلامۍ ځنځیرونه یو په بل پسې پرې شول، خلکو د ارام ساه واخیسته، عصري علومو ته مخه شوه، په څو لنډو لسیزو کې قطب نما او د چاپ ماشین جوړ کړل شو، دې چارې ټول اروپایان په حرکت راوستل. اروپایانو د ځمکو او جزیرو په کشف پسې مټې را بډ وهلې، لوی لوی سفرونه تر سره شول، په ۱۴۹۲ ميلادي کال د امریکا لویه وچه کشف شوه.
اولسمه او اتلسمه پېړۍ کې د بخار ماشین اختراع او په ټوله اروپا کې یې صنعتي انقلاب ته دروازه پرانیسته، لاسي صنعت ماشیني صنعت ته ځای پرېښود، کلیوالي صنعت بیا په ښاري صنعت واوښت، لویې بېړۍ جوړې او په دې سره ځمکنۍ سوداګري په بحري سوداګرۍ بدله شوه.
۱۷۸۹ میلادي کال د فرانسویانو لپاره د ازادۍ کال و، جنسیتي تبعیض منع اعلان شو، زده کړې د هر فرانسوي(نر او ښځه) طبعي حق وګڼل شو. د فرانسویانو دغه جرئت او مېړانې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ، د (ازادي، ورورولي، برابري) شعارونه په ټوله اروپا او امریکا کې زمزمه شول. مستبېدو دولتونو و بایلله، نظامونو د ملتونو له منځه نشأط وکړ. ښارونه ودان شول، عرفي، کلیسایي او بدیهاتي قواعدو خپل ځای قوانینو ته پرېښود…
خو شرقي نړۍ وبایلله، سترې اسلامۍ امپراتورۍ را نسکورې شوې، مسلمانان د خپلو بېغوریو له امله سره وپاشل شول، په فکري لحاظ سره جلا شول، اسلامي مذهبونو یو د بل په مقابل کې سنګرونه ونیول، مسلمانان په ډلو او فرقو تقسیم شول، د دینی او دونیاوي علم تر منځ فاصلې ایجاد شوې، د مسلمانانو قلمروونه عملاً د اروپایي او امریکایي هېوادونو تر تسلط لاندې راغلل، ستر اسلامي هېوادونه سره تجزیه شول، بیا د هر هېواد تر منځ پولې او سرحدونه محکم کړل شول. نن به چې اروپایي جغرافیه پوهانو د نقشې په کوم ځای قلم راکش کړ؛ نو سبا به همغه ځای رسمي پوله وه، تقریباً د آسیا او افریقا د اکثریت اسلامي هېوادونو اوسنۍ پولې د اروپایانو نوښت او لاسته راوړنې دي، چې ښه بېلګه د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ فرضي کرښه ده…
له اتلسمې میلادي پېړۍ را پدېخوا شرقي نړۍ عملاً د غربي نړۍ تر اغېزې لاندې ده، ډېری اسلامي هېوادونه د خپل افراطي مذهبي فکر قرباني ګرځېدلي، په دې هېوادونو کې ملتونه په طبقو او درجو وېشونکي دي، عیناً داسې لکه په منځنیو پېړیو کې چې اروپایي هېوادونه کلیسا او پاپانو چې وېشلي و. دلته چې کوم ډاکټر یا انجینر په دیني چارو کې خوله چوله کړي؛ نو وایي د ده یې په دین کې څه کار؟ همدغه ډول خبرې څو میاشتې مخکې د افغانستان د آمارت رئیس الوزرا هم وکړې!
موضوع نوره نه اوږده وو، که څوک یې غواړي او که یې نه غواړي، که یې څوک مني او که یې نه مني؛ خو حقیقت دا دی، چې موږ(مسلمانان) په هره برخه کې د غرب تر تسلط لاندې یو، او دغه برتري او تسلط د هغوي هڅو او کوښښونو نه؛ بلکې زموږ جهالت هغوی ته ورکړی.
لا هم روان یو او خپل غیرتي دین مو د خرافاتو ژورې کندې ته راسره روان کړی، په موږ خو هسې هم دونیا تېره شوه او تېرېږي؛ خو حداقل باید راتلونکو نسلونو ته دغه دین په شرم او عار بدل نه شي.
عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد
د ښاغلی استاد سهاک د پورته لیکنی په هکله یوه اوږده غوندی ملاحظه:
” شرق ” او ” غرب ” دوه مفاهیم درلودلای سی:
ځمکنی ( ارضی ) شرق یا غرب.
فرهنګی – تمدنی – صنعتی شرق یا غرب.
د مثال پتوګه:
جاپان او جنوبی کوریا او اسټرالیا او نیوزلینډ د جغرافیائی نظره په شرق کی پراته دئ خو فرهنګ او اقتصاد او حکومتی سیسټمونه ئې غرب ته نژدې او حتی کټ مټ ” غربی ” ګڼل کیږی.
همدارنګه
د افریقا او لاتین امریکې هیوادونه له جغرافیائی نظره شرقی نه شمېرل کیږی خو فرهنګ او اقتصاد او صنعت ئې غربی هم نه دئ بلکه د دریمی نړۍ هیوادونه ګڼل کیږی.
امّا اصلی خبره:
” غرب ” به د تمدن او پرمختګ له اړخه لوړو پړاوونو ته رسېدلئ وی خو له اخلاقی نظره په همهغه قرون وسطی کی اوسیږی.
د علمی پرمختګ په رُڼا کی ئې د دریمی نړۍ پر وولسونو ډیر استعماری او سرکوبوونکی سیاستونه چلولی دی.
د امریکې او کاناډا او اسټرلیا د بومی اوسیدونکو نسل ئې ورک کړ، دوې نړیوالی ویرانوونکی جګړې ئې رامنځته کړې. اټومی وسله ئې وکارَوَله، طبیعت او چاپیریال ته ئې درانه صدمات رسولی دی، د تیلو او ګازو درلوونکو هیوادونو سیاسی او اجتماعی اوضاع ئې د جګړو او توطئیو په ساطور وهلې ده او د خلیج د بډای خو مرتجع دولتونو ننګه ئې کړې او کوی ئې او حتی د لویو استعماری پروژو د پلی کولو د لګښت روپۍ ئې هم د هغوی له جیبونو څخه کښلی او کاږی ئې د نړۍ د وږو او ناروغو پرګنو په وړاندی ئې سخته بې اعتنائی کړې او کوی ئې او کټ مټ زموږ د هیواد یا سیمی د شتمنو او بډای خلګو غوندی فقط د خپلو شتمنیو د ډیرښت په فکر کی دی او عمومی انسانی – عاطفی احساس ئې ډیر کمزورئ دئ.
البته د استاد سهاک صاحب دا خبره سمه چی :
که څوک ئې منی که ئې نه منی ” غرب تر شرق مخته دئ ”
خو
د انبیاء علیهم السلام او انسانی فطرت په دفتر کی ” زور او تزویر ” د حقانیت معنی نلری ضمناً ” تمدن ” او ” تعالی ” دوې بېلی بېلی مقولې دی ( اوسنی بشر د تعالی څخه ډیره فاصله لری او یوازی تمدن ئې د بقاء ضمانت نه سی کولای ، د تمدن او علم له برکته ئې ګاز او تیل کشف کړی دی خو د حِرص او طمع د غلطی غریزې له کبله ئې د عادلانه تقسیم څخه عاجزه او دا دئ همدا اروپائی متمدن انسان به په راتلونکی ژمی کی د ژورو او پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان وی چی هیله ده ځانته د ستونزو د حل لیاره ومومی ).
البته
دا خبره د انکار وړ نه ده چی:
د ” شرق ” ستونزی پر ” غرب ” باندی بدی او منفی اغیزی نه شیندی خو د غرب ستونزی د نړۍ پر ټولو انسانانو منفی او بدی اغیزی شیندلای سی.