Homeخبرونهخلیلي: دوستم دې بښنه را نه وغواړي

خلیلي: دوستم دې بښنه را نه وغواړي

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د عبدالکریم خلیلي په مشرۍ د هزاره قوم مطرح ګوند ( حزب وحدت اسلامي) د ازبکانو د ګوند ملي جنبش له مشر عبدالرشيد دوستم څخه غوښتي،چې پاکستان ته د خلیلي د کار کولو د تور له کبله بښنه وغواړي.

حزب وحدت ګوند په یوه اعلامیه کې د دوستم تورونه بې بنسټه ګڼلي او ویلي،چې یاد شوی ګوند دغه راز جګړې ته مخ اړول ناکام سياست بولي.

د خلیلي د ګوند په اعلامیه کې د دوستم لګول شوي تورونه ناسنجیده او غیر مسوولانه ګڼل شوي.

خلیلي ټینګار کړی،چې‌ سياسي ډلې دې د خبرو او تفاهم له لارې طالبانو سره د خپلو ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي.

عبدالرشيد دوستم په خپله یوه وروستۍ رسنیزه شوې وینا کې کریم خلیلي تورن کړی،چې پاکستان نه ېې پيسې اخيستي او د دغه هېواد تابع ګرځیدلی.

په دې اړه نور جزییات د دغه لېنک له کېکاږلو سره ولولئ:

دوستم:کریم خلیلي پر پاکستان ځان خرڅ کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...