یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ۵۴میلیونه افغانیو د هرات- خواف اورپټلۍ ترمیم پیل شو

په ۵۴میلیونه افغانیو د هرات- خواف اورپټلۍ ترمیم پیل شو

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د هرات لپاره د طالبانو چارواکي وايي، چې د هرات – خواف اورګاډي پټلۍ له ټولټال ۶۳ کیلومترو څخه ۱۰ کیلو متره ترمیم ته اړتیا لري، چې د ترمیم چارې یې د څه باندې ۵۴ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې او په دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

طالب چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د اورپټلۍ دغه پروژه بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پېل کړې وه او د افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره یې مهمه ګڼله.

طالب چارواکو ویلي،چې دوې هم د سیمه ییز اتصال په مرکز د افغانستان د بدلولو هدف ته کار کوي.

پر طالب چارواکو بیا نیوکه دا ده،چې د سیمې د هېوادونو خاص ډول د پاکستان تر خاص اغېز لاندې دي او له دې کبله نه شي کولای د افغانستان د ګټو لپاره اقدام وکړي.

شنونکي په دې برخه کې منځنۍ اسيا ته د افغانستان له لارې پاکستان ته لار ورکول یادوي، چې پاکستان یو اړخیزه ګټه افغانستان نه کوي، خو په مقابل کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او لږ تر لږه ورسره د سوداګريز تعامل لپاره پر پخواني سوداګریز تړون عمل نه کوي.

پاکستان څو اونۍ مخکې د افغان سوداګرو سلګونه موټرې په سپین بولدک کې پر ودرولي وو او خپلې خاورې ته ېې د ورتلو اجازه نه ورکوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب