یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان بيا د خپل یوه عسکر په وژل کیدو افغان ط-ان پړه...

پاکستان بيا د خپل یوه عسکر په وژل کیدو افغان ط-ان پړه وګڼل

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د خپل یوه بل سرتيري د وژل کیدو په غبرګون کې ویلي،چې دغه برید له افغان خاورې سمبال شوی.

د پاکستان د پوځ په یوه عمل کې له افغان خاورې پر پاکستاني پوځ ادعا شوي بریدونه غندل شوي او د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتنه شوې،چې د پاکستان خلاف د افغان خاورې د استعمالیدو مخه ونيسي.

تېره اونۍ د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په خرم سیمه کې د يوې نښتې پر مهال هم درې پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي،چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د تحريک طالبان پاکستان فعاليتونه زيات شوي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره بيا د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو لخوا د افغان خاورې د استعمالیدو ادعاوې بې بنسټه بولي.

1 COMMENT

  1. دا لعنتي د الیزابتې چیچیان سي مور یې الیزابت او پلار یې لارنس او د ټولو ناخوالو د زیږیدو ځای ده اوس پړه په طالبانو وراچوي. دوۍ غواړي په دې بانه بسپنه او له یرغلګرې امریکې او برتانیې یو څه تر لاسه کړي. دوۍ خو ټوله نړۍ دغه نړیواله رڼډۍ پیزني د ټولو ناخوالو او بدبختیو فابریکه په لعنتي پنجاب او د ای ایس ای په مرکز کې ده. دریغا سي طالب موزیان ددوۍ خوله نسي وربندولای ځکه د لعنتي ملایانو کباړیانو ( خرکانیانو) په وینو ګټلې پانګه په پنجاب کې ده. تف لعنت په داسي طاغوتي جهاد سي هیواد تر په وینو ګټلې پانګي ورته کم ارزښته بولي.طالب نه وجدان لري او نه افغاني غرور ټول د شمشتو په کمپ کې زیږیدلي حرامیان دي. له لعنتي فرنګي پنجاب سره جهاد د بدر د غزا ثواب لري خو دریغا طالب الله شرمولی دغه جهاد ته ملا نه تړي. لعنت او مرګ په فاکستان او ددوۍ په غلامانو. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب