جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهغلام خان بندر کې په ۱۸نیم میلیونه افغانیو د مسافرو تمځای جوړېږي

غلام خان بندر کې په ۱۸نیم میلیونه افغانیو د مسافرو تمځای جوړېږي

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏‏په غلام خان بندر کې د اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرینو لپاره د تمځای جوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي،چې یاد تمځای د دغه وزارت په همکارۍ جوړیږي.

د خوست لپاره د طالبانو والي مولوي محمد نبي عمري او ورسره مل پلاوي د شرکت استازو ته سپارښتنه کړې دغه تمځای د قرار داد مطابق په معیاري ډول جوړ کړي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د یاد تمځي کار به په اووه میاشتو کې پای ته ورسیږي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نه دي ويلي،چې د تمځایونو له جوړیدو سره د دغه وزارت کاري تړاو څه دی؟

خبري سرچېنې وايي،چې د غلام خان بندر د ژر فعاليدو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني ډېرې هڅې کوي او له همدې کبله به د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بوديجه پر ياد شوي تمځای مصرفیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...