Homeخبرونهسراج الدين حقاني د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او وېې هڅول

سراج الدين حقاني د کرکټ ملي لوبغاړو سره ولیدل او وېې هڅول

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏‏‏د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير مولوي سراج الدين حقاني د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره وکتل.

د ملا حقاني مطبوعاتي دفتر وايي،چې نوموړي د ملي لوبغاړو د تېرو ښو لوبو د ستاينې سربېره د د راتلونکو سياليو لپاره هم د خپل بشپړ ملاتړ په ښودلو سره هغوى وهڅول.

سراج الدين حقاني دغه ملي لوبغاړي په نړيوالو ډګرونو کې د هيواد او ولس استازي وبلل او هيله يې څرګنده کړه چې د تل په څېر دې د ښو لوبو تر څنګ په خپلو ټولو کړنو کې د يو وياړلي مسلمان هيواد او ولس غوره انځور وړاندې کړي.

سرچينه زياتوي،چې د کرکټ ملي لوبغاړو په ياده ناسته خـوښي وښوده او ‏د حقاني د هراړخيز ملاتړ او هڅونې څخه يې مننه وکړه.

 د کرکټ ملي لوبډلې تازه په اسيا کپ سياليو کې د اسيا له پياوړو لوبډلو سره لوبې وکړې.

تمه ده،چې دغه لوبډله نن د ٢٠٢٢ کال نړيوال جام کې چې راتلونکې مياشت پيليږي د ګډون لپاره خپل سفر پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...