یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد قطر امير په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بيا پورته...

د قطر امير په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بيا پورته کیدو خبرداری ورکړ

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د‌ قطر امير تمیم بن حمد آل ثاني د‌ ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې د وينا پر مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بيا فعاليدو خبرداری ورکړی او له نړيوالو ېې غوښتي،چې د طالبانو حاکمې ادارې سره په همکارۍ د دغه خطر مخه ونيسي.

 نوموړي له امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ادارې څخه په قطر کې د دوی د سولې تړون د عملي کیدو غوښتنه هم کړې ده.

د‌‌ ده په وينا، یاد شوی تړون بايد د دواړو لوريو له اړخه عملي او پرې نه ښودل شي، چې په افغانستان کې ترهګري پیاوړې او شته لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان له طالبانو وغوښتل،چې بشري حقونه تامين او په دې اړه ژمنی عملي کړي.

د‌ فرانسې ولسمشر بيا په افغانستان کې د لوږې ناورين ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ،چې نړيوال باید دغه ناورين ته عاجله پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د طالبانو اداره د نړيوال مشروعيت د نه لرلو له امله ګډون نه لري‌.

تمه کيږي،چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب په ملګرو ملتونو کې د پرزول شوي افغان جمهوري نظام د استازي دفتر سرپرست وينا وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب