ستــا د حسن اثــر نــور پــه مــا خطـا شي
ستــــا ادا راتــــه فنــــا فنــــا فنــــا شـــــي
ژوند عادي شي ته عادي شې زه عادي شم
یـــو تاریخ یــوه قصــه شي چې سبـــا شي
دا د زړه درزا مې اوس د زړګـــي رنـــځ دی
هغــــــه تیر شـــو چې تا ویني په درزا شي
زړه مې تنــــګ لکه دا ستــــــا د زړګي لاره
خـــو دننــــه پکې نیــــم جهــــــان بسا شي
رنګینۍ مې د ژونــدون واړه پـــه داو کــــړې
بس یــو تــور وینم یو سپین، سهر بیګا شي
داسې شــر چې هـــر عصب یې راخراب کړ
داسې قهر چې خپل نفس ځینې ترسـا شي
د وصــــال د څــــــــو شیبو مسئلــــه نـــه ده
پــوره ژونـد دی دا به څه شي چې په تا شي
یـــو سکـــون وي خــاموشي وي یــو آرام وي
چې اعــلام سترګې ورواړوي غوغـــا شــــــي