یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سلګونو نهنګانو یوه ټاپو ته پناه وړې

سلګونو نهنګانو یوه ټاپو ته پناه وړې

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه) د استرالیا له جنوبه کابو ۲۵۰ کیلومتره لېرې د یوه ټاپو غاړو ته شاوخوا ۲۳۰ نهنګان ورغلي او په خټو کې بند شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دا نهنګان، چې د سمندر له اوبو راوتلي، د تاسمانیې ټاپو په لوېدیځ ساحل کې بند پاتې دي.

د تاسمانیې ایالت د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، داسې ښکاري چې تراوسه پورې د دغو نهنګانو نیمايي لا ژوندي دي.

د دې ادارې د چارواکو په وینا، یو شمېر متخصصان او د اوبژویو ساتونکي یې له وسایلو سره سیمې ته استولي.

دوه کاله پخوا په همدغو ورځو د سمندر له ژورو برخو  د تاسمانیې ټاپو همدې ځای ته سلګونه نهنګان راغلي او په خټو کې بند شوي وو.

د ۲۰۲۰ د سپټمبر په ۲۲ مه له سمندر څخه د تاسمانيې غاړو ته له ورغلیو نهنګانو، چې شمېر یې ۴۷۰ وو، یوازې ۱۱۱ ژوندي پاتې او سمندر ته بېرته واستول شول خو نور یې مړه شول.

د دې سیمې اوبه دومره ژورې نه دي چې نهنګان دې پکې پټ شي او له همدې کبله دې ځای ته د نهنګانو دوزخ وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب