Homeخبرونهافغان غر ختونکي د ایران لوړې څوکې ته وختل

افغان غر ختونکي د ایران لوړې څوکې ته وختل

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏‏په ايران کې مېشت افغان کډوال ورزشکارانو د دويم ځل لپاره د ايران هېواد د ماوند لوړې څوکې ته وختل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ورزش او بدني روزنې اداره وايي، دغه افغان غرختونکي د دوماند “٥٦٧١” متره لوړې څوکې ته د دويم ځل لپاره ځانونه ورسول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ،د افغانستان غرختونکو لوبډلې په ترکيب کې د سيد محمدولي زاده په مشرۍ لس تنه ورزشکاران شامل وو.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څو مياشتې مخکې يو افغان غر ختونکی د پاکستان لوړې څوکې ته د افغانستان له ملي بیرغ سره ختلی و ، چې د را لویدو او مړینې خبر ېې ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...