یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط-ان: تېر کال مو د نيشه يي توکيو ۲زره قاچاقبران نیولي

ط-ان: تېر کال مو د نيشه يي توکيو ۲زره قاچاقبران نیولي

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏‏د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي،چې تېر کال ېې د نيشه يي توکيو څه باندې دوه زره تنه قاچاقبران نیولي.

د دغه وزارت د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې مرستيال ملا عبدالحق همکار وايي،چې د دې ترڅنګ یې تېر کال د نیشه یي توکیو شاوخوا ۴۸ زره معتادين د درملنې مرکزونو ته ليږدولي او معالجه کړي دي.

هغه دغه راز د نيشه يي توکيو د تولید د ۲۸ کارخانو‌ د نيول کیدو يادونه هم کړې.

د نيشه يي توکيو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې چارواکو دا هم وويل،چې په نیږدې راتلونکي کې به د نيشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په اړه په کابل کې د سیمې د هېوادونو په ګډون یو کنفرانس تر سره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د طالبانو د ادارې په غوښتنه او تبادله د حاجي بشر نورزي په نوم د امریکا یو افغان بندي تېره اونۍ له یوه امریکايي زندان څخه خوشې او طالبانو ته وسپارل شو.

د طالبانو منتقدانو ويلي،چې نوموړی به د نیشه یي توکیو د يوه ستر قاچاقبر او د طالبانو د لوی مالي ملاتړ په توګه په سيمه کې د نیشه یي توکیو کاروبار ته وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب