دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: کابل نه مو نیږدې ۸زره سوالګر را ټول...

د ملا برادر دفتر: کابل نه مو نیږدې ۸زره سوالګر را ټول کړل

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏‏د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند دفتر د ملا برادر اخند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې د فعاليت لاسته راوړنې رسنیزې کړې.

دغه دفتر ویلي،چې د يادې کمېټې د فعاليت له پیله تراوسه د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 7973 سوالګر راټول شوي دي.

سرچينه زياتوي،د راټولو شوو سوالګرو له جملې 5404 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1533 مستحقې او 3871 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

د‌ ملا برادر دفتر زیاتوي،چې 675 نور را ټول شوي سوالګر نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 216 مستحق ګڼل شوي او 459 بیا حرفوي سوالګر دي.

 په راټولو شویو 7973 سوالګرو کې بیا 1894 ماشومان دي چې له ډلې یې 1037 مستحق، 816 حرفوي او 41 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

طالب چارواکي وايي، بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، له مستحقو سوالګرو سره بیا د دوی له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب