Homeخبرونهبلاول بوټو: ط-ان د خپلو وعده خلافيو د لاسه نړيوال مشروعيت نه...

بلاول بوټو: ط-ان د خپلو وعده خلافيو د لاسه نړيوال مشروعيت نه پيدا کوي

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د طالبانو د تر ټولو ستر ملاتړي هېواد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر دوی نيوکه کړې،چې نړيوالو سره خپلې ژمنې نه عملي کوي او دا کار ېې د نړيوال مشروعيت پیدا کولو پر وړاندې اساسي خنډ ګرځیدلی.

بلاول بوټو يوه فرانسوي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د نجونو زده کړو سره د طالبانو په مخالفت خواشیني څرګنده کړې ده.

طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

نن د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني وياند کبير حقمل ويلي،چې د طالبانو د ممانعت په ګډون په بېلابېلو عواملو څه باندې څلور میلیونه د زده کړو پر شرايطو برابرې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

د طالبانو د مشرانو په اړه پرله پسې راپورونه وايي،چې د دوی لوڼې په کابل کې د پټو زده کړو تر څنګ په قطر، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې زده کړې کوي.

څه موده مخکې د پکتيا قومي مشرانو د ولسي پریکړې په اساس د دغه ولايت يو شمېر ښځينه ښوونځي،چې له شپږم ټولګي څخه پورته تدريس پکې کیده او طالبانو تړلي وو، بیرته پرانیستل، خو طالبانو ښوونځي بيرته وتړل او د پرانيستلو لپاره یې ښځینه لاريون والې بنديانې کړې.

ويل کيږي،چې د‌ نجونو د زده کړو مخالفت د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده، رييس الوزرا ملا حسن اخند او د دوی نيږدې ډله کوي.

د لوېې پکتيا د طالبانو په اړه،چې مشري ېې مولوي سراج الدين حقاني کوي، ويل کيږي چې د لوی کندهار طالبانو سره د نجونو د ښوونځيو په اړه د نظر اختلافات په ژوريدو دي.

1 COMMENT

  1. ستاسو په شرمېدلي لوی ملا هبټ او ملا حسن د لعنت وي چې افغانستان مو د ټولې نړۍ پرضد درولی . دوی د علم او پوهې دښمنان د منځنیو پېړیو تورمخي جاهلان د اسلام او قرآن دښمنان دي .
    . حدیث شریف
    طلب العلم فريضة على كل مسلم، ومسلمة

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...