دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د سوداګرۍ خونې رييس ګل مراد عرب ط-انو نیولی

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رييس ګل مراد عرب ط-انو نیولی

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏د ننګرهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي ګل مراد عرب نن په دې ولايت کې د طالبانو ځواکونو نیولی.

په ټولنیزو رسنیو کې د ننګرهار يو شمېر فعالانو او دغه راز د طالبانو ځينو غیر رسمي مطبوعاتي سرچينو د نوموړي د نیول کیدو خبر ورکړی.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي،خو د دوی مطبوعاتي مبلغينو ادعا کړې،چې ښاغلی عرب د پاکستان د ويزو د کمیشن کارۍ په تور له لسګونه پاسپورټونو سره نیول شوی.

ګل مراد عرب ته څو نیږدې سرچینو پرته له دې،چې د نوموړي د نیول کیدو دليل وښیي، د پاکستان د ويزو په کمیشن کارۍ کې د هغه رول رد کړ.

ګل مراد عرب د ځینو نورو ننګرهاریو سوداګرو په ملتیا څو میاشتې مخکې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ته پګړۍ تړلې وه او د هغو رسنيو د مخنیوي غوښتنه ېې کړې وه، چې د دوی په وينا د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابولو لپاره کار کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو د نوموړي د نیول کیدو هرکلی کړی او ویلي،چې ګل مراد عرب په ننګرهار کې نیږدې دوه لسیزې د اقتصادي مافیا له مخکښانو څخه و او د یو شمېر چارواکو په ملتیا یې د کانال سلګونه جریبه ځمکه هم په سيستماتيک ډول غصب او په استوګنیزو کورونو بدل کړل.

 ښاغلی عرب یو ځل د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په امر د ځمکو د غصب په تور نیول شوی و ،خو و وروسته بیرته خوشې او په وروستيو پارلماني ټاکنو کې له ننګرهار ولايت څخه نوماند شو، خو دغه څوکۍ ېې ونه ګټله.

ګل مراد عرب د طالبانو له واکمنيدو وروسته، د دوی ځايي چارواکو سره هم ښې اړيکې لرلې او ځینې شخصي دښمنۍ ېې ورسره په ګډه حل و فصل کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب