Homeخبرونهط د پاچا خان ښیګڼتون مشر او فرهنګي څېره عنایت الله دیدار...

ط د پاچا خان ښیګڼتون مشر او فرهنګي څېره عنایت الله دیدار نیولی و

تاند:( پنجشنبه ،د سنبلې ۳۱ مه)‏ ‏راپورونه وايي، چې طالبانو نن په کابل کې د پاچا خان ښیګڼتون مشر او مشهوره فرهنګي څېره عنایت الله دیدار بندي کړی و، چې وروسته ېې بیرته خوشې کړی.

ښاغلي دیدار په خپله فیسبوک پاڼه کې په دې اړه لیکلي:«وړې- وړې پېښې به کیږي، موږ د بښلو والا خلک یوو.»

عنايت الله دیدار د پښتو له مطرحو ځوانو فلسفي شاعرانو څخه دی، چې یوه موده ېې په شمشاد ټلویزیون کې فرهنګي خپرونې مخته وړلې او هم د ملي شورا په مشرانو جرګه کې سلاکار پاتی شوی و.

طالبانو د هغه د نیول کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

يو شمير پښتنو فعالانو د نوموړي په نیول کېدو غوسه څرګنده کړې او ویلي،چې طالبان ولې داسې بې ضرره او د خیر ښیګڼې په فعالیتونو مصروف ځوانان په کراره نه پریږدي او په لوی لاس یې د هېواد پريښودو ته مجبوروي.

په وروستيو کې د طالبانو د ورته نیونو راپورونه زيات شوي.

دوی د خپلو دغو نیونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...