تاند:( جمعه ،د ميزان اوله) د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادنو ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې حیرتان بندر ته را ورسیده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د بلخ لپاره د طالبانو والي دغه اقتصادي دهلیز د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښت لرونکی بللی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو مالي او اداري مرستیال ویلي، دغه اداره هڅه کوي چې سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي، څو سوداګر وکولای شي په اسانۍ سره توکي وارد او صادر کړي چې دا چاره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې یو غوره ګام وي.
طالبانو د یاد شوي اقتصادي دهلیز په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
ځینې څارونکي بيا وايي،چې ورته پروژې تر ډېره د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال تر کار لاندې وې، یا بشپړېدو ته نیږدې او ځینې لا وړاندې بشپړې شوې وې، خو طالبان ېې اوس په خپل نوم د بیا پرانیستو خبر ورکوي.