چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد طلوع نيوز مشر او د سياسي خپرونو مسوول له نیول کیدو...

د طلوع نيوز مشر او د سياسي خپرونو مسوول له نیول کیدو وروسته بیرته خوشې شوي

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ ‏خبري سرچېنې وايي،چې د طلوع نيوز خبري شبکې مشر خپلواک ساپی او د سياسي خپرونو مسوول مسعود ستانکزی پرون ناوخته طالبانو نيولي وو.

د راپورونو په اساس، د دوی د نیولو لپاره د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند له يو شمېر وسله والو کسانو سره د طلوع نيوز دفتر ته تللی و.

طلوع نيوز او طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خپله ښاغلي ساپي نن سهار وخته په یوه بې تفصیله ټویټ کې همدومره لیکلي،چې دی خپل کور کې دی.

د نوموړي او بل همکار د نیول کیدو دليل ېې نه دی روښانه شوی.

خپلواک ساپی او نور همکاران یې مخکې هم څو ځله د طالبانو له لوري نیول شوي او بيرته پريښودل شوي دي.

په وروستيو کې د طالبانو له لوري د خبريالانو او نورو فعالينو د نیولو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب