دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهايران تېره مياشت ۳۰زره افغان پناه غوښتونکي نېمروز ته ستانه کړي

ايران تېره مياشت ۳۰زره افغان پناه غوښتونکي نېمروز ته ستانه کړي

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ په نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي،چې ‏ ایران تېره مياشت نږدې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکي د دغه ولايت له لارې افغانستان ته راستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د فقر او بې کارۍ د شدت او د طالبانو د ځپونکو قیوداتو او غچ اخیستونکو اقداماتو له امله له هېواده د خلکو د وتو لړۍ چټکه شوې ده.

په ورته وخت کې له ایران، پاکستان، ترکېې، تاجيکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغان پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند راپورونه هم زيات شوي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د خلکو نیوکو سره مخ ده، چې له هېواده بهر د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه کوم غبرګون او اقدام نه څرګندوي.

 دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور جوړونکي ريچارډ بنټ ویلي، دا نا ممکنه ده،چې طالبان خپل منتقدین او مخالفین مجازات یا تهديد نه کړي.

طالبان بيا په دې اړه ادعاوې او راپورونه بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب