جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهسرمحقق سید امین مجاهد له دې نړۍ سترګې پټې کړې

سرمحقق سید امین مجاهد له دې نړۍ سترګې پټې کړې

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله)‏ د افغانستان مشهور څېړونکي او علمي څېرې سرمحقق سید امین مجاهد له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د نوموړي خوريي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز رییس څېړنوال سید نظیم سیدي وويل،چې ارواښاد مجاهد د‌ سرطان ناروغۍ له امله تېره شپه د لندن په

برمګم ښار کې وفات شوی.

د‌ څېړنوال سیدي په وینا، د سرمحقق مجاهد جسد دستي د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په موقت ډول خاورو ته سپارل کېږي.

سرمحقق سید امین مجاهد د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په برخه کې څېړنې کړي او ډېر اثار لري.

هغه د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون، څارندوی یا نظامي پوهنتون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو کمېسیون، د بېلابېلو وزارتونو مشاور او رئیس او د علومو اکاډمۍ د دایرة المعارف رئیس، د ټولنیزو علومو د ریاست رئیس او بالاخره د علومو اکاډمۍ علمي منشي یا علمي معیین په توګه دندې اجرا کړې وې.

سيد امين مجاهد په ۲۰۱۲کې د وخت د ولسمشر حامد کرزي په حکم له څو تنو نورو څېړونکو سره له علومو اکاډمۍ ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شو.

د ګوښه شویو څېړونکو د یوې څېړنې پر ضد د هزاره ګانو یوه مشر حاجي محقق ولسمشر کرزي ته شکایت کړی و او خپل قوم ته ېې په سپکاوي تورن کړي وو.

ګوښه شویو څېړونکو ويل، چې سیاسي چلند ورسره کېږي، کنه څېړنه ېې د هزاره څېړونکو په ګډون د معتبرو اثارو په حواله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب