شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهدوستم:کریم خلیلي پر پاکستان ځان خرڅ کړی

دوستم:کریم خلیلي پر پاکستان ځان خرڅ کړی

تاند:( چار شنبه،د سنبلې ۳۰مه)‏ د ملي جنبش په نوم د ازبکانو د يوه ګوند مشر عبدالرشيد دوستم د حزب وحدت په نوم د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر پر مشر عبدالکریم خلیلي تور پورې کړی،چې د جمهوري نظام په وروستيو کې ېې پر پاکستان ځان خرڅ کړی او اوس هم د دغه هېواد په اشاره مخته ځي.

دوستم پرون پر خلیلي دغه تور د پخوانيو جنګي ډلو د مشرانو په یوه زوم کنفرانس کې پورې کړ او ويې ويل،چې کریم خلیلي پاکستان سره د همدغې معاملې له مخې په ترکیه کې د طالبانو خلاف د پخوانيو جنګسالارانو جوړې شوې ډلې سره نه دی ملګری شوی.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ويې ويل چې خليلي پاکستان نه پيسې اخيستي او له دې کبله د طالبانو خلاف،چې د ده په وينا د پاکستان لاسپوڅي دي، دوی سره نه يو ځای کيږي.

کريم خليلي د عبدالرشيد دوستم تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده،چې خلک د دوستم په ګډون ډېری جنګي مشران د پردو نيابتي جنګيالي او استخباراتي مهرې ګڼي.

له دې سره، يو شمېر خلکو د دوستم د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، چې هغه په دې ډول اعتراف وکړ چې د جمهوري نظام د سقوط په معامله کې پخوانيو تنظيمي مشرانو هم لاس درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب